په امریکا کي د اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان اعلانولو کمپاين؛ صهیونيستي فشار، عرب دیکتاتوران او امریکایي تذلذل.
څو ورځي وړاندي په امریکایي سناء مجلس کي د ريپبلکن گوند محافظه کار غړي "ټېډ کروز" یو ځل بیا د اخوان المسلمین د ترهگر گڼلو لایحه وړاندي کړه؛ بلکي په تېرو دوو لسیزو کي د مختلفو امریکايي رژیمونو او قانون جوړوونکو لخوا پر نړئواله سطح د اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان اعلانولو هڅي ترسره سوي؛ خو هر ځل دا هڅي په یوه نه یوه توگه ناکامه سوي دي.
دا ځل هم ټېډ کروز دعوه کړې چي اخوان المسلمین د نړئوال تروریزم ریښه ده؛ او د هغه اثرات تر امریکايي زمکي پوري را رسېدلي دي؛ نو ځکه هم باید دا تنظیم د القاعده او داعش په څېر تنظیمونو غوندي ترهگریز سازمان اعلان سي.
د دې لایحې شالید یوازي د امریکا کورنی سیاست یا د ترهگرۍ ضد مبارزه نه ده؛ بلکي دا اقدام د صهیونیسټي لابي د قوي غوښتنو او د عرب دیکتاتورانو د پرلپسې فشار له امله ترسره سوی دئ. د اسرائیل حکومت او د هغه ملاتړي فکري مرکزونه اخوان المسلمین په منځني ختیځ کي د دوی د ایډیالوژیکي او سیاسي نفوذ لپاره تر ټولو ستر گواښ گڼي. ځکه اخوان المسلمین په عربي نړۍ کي داسي یو اسلامي سیاسي غورځنگ دئ چي پر ټاکنو پروسې، د خلکو پر ملاتړ او ټولنیز عدالت باندی باور لري؛ همدا عوامل د صهیونیسټي گټـو، د اسرائیل پلوه عرب دیکتاتوریو او د لوېدیځ د ځانگړو پالیسیو سره په ټکر کي دي.
په متحده ایالاتو کي اسرائیل پلوه ځواکمن سازمانونه لکه AIPAC او څو صهیونیسټي فکري ملگري له تېرو دوو لسیزو راهېسي د اخوان المسلمین پر وړاندي په فعاله توگه منفي کمپاین کوي. دوی اخوان المسلمین نه یوازي د افراطي ډلي په توگه بلکي د لوېدیځ ضد تنظیم په صفت هم انځور کوي او وایي دا تنظیم په امریکایی ټولنه کي پټ (متضرر) نفوذ لري. د دې هڅو پایله دا سوه چي د متحده ایالاتو په څو ایالتونو کي د اخوان المسلمین سره تړلي خیریه او تعلیمي ادارې له پلټنو او پرلپسې څارنو سره مخ سوې؛ که څه هم پر هیڅي یوې ادارې ئې د ترهگرۍ سره د اړیکو درلودلو ثبوتونه نه دي موندل سوي.
د صهیونیسټي نفوذ سربېره د امریکا ځیني نور نږدې عرب متحدین هم د اخوان المسلمین پر ضد قوي دریځ لري. سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو اخوان المسلمین د خپل ملي امنیت لپاره یو گواښ بللی او هغه ئې یو ترهگر سازمان نومولی؛ بلکي د دې تنظیم ټول بنسټونه ئې هم بند کړي دي. دا حکومتونه استدلال کوي چي د اخوان المسلمین مشهور شعار د دوی د استبدادي سیاسي سیسټمونو لپاره یو جدي گواښ گرځېدلی دئ. دغو هیوادونو په وار وار پر واشنگټن فشار وارد کړی چي د اخوان المسلمین پر ضد نړئوال اقدام وکړي.
په ځانگړې توگه په ۲۰۱۹ع کال کي چي کله د مصر ولسمشر (دیکتاتور) عبدالفتاح السیسي واشنگټن ته سفر وکړ؛ تر دې سمدستي وروسته د ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ چي په جدي توگه به د اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان اعلانولو په اړه غور کوي؛ هغه وخت د صهیونیسټي لابي تر څنگ سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د دې اعلان هرکلی وکړ. خو دا کمپاین په نهایت کي د امریکایي ادارو د خپلمنځي داخلي اختلافاتو، د پالیسي جوړونکو د تذلذل او نړئوال تحولاتي وضعیت له امله ناکام سو. د ۲۰۱۵ع او ۲۰۲۵ع کلونو ترمنځ په متحده ایالاتو کي لږ تر لږه ۵-پنځه ځله رسمي هڅي وسوې تر څو اخوان المسلمین د نړئوال ترهگریز سازمان په توگه ونومول سي.
په حقیقت کي امریکایي پالیسي جوړوونکي هم ښه پوهېږي چي اخوان المسلمین یوازي یو سیاسي گوند نه دئ بلکي په منځني ختیځ، افریقا، حتٰی اروپا او متحده ایالاتو کي د ملیونونو خلکو لپاره یو ایډیالوژیکي، مذهبي او ټولنیز مصدر دئ. اخوان المسلمین د متحده ایالاتو په متحدینو لکه ترکیه او قطر کي سیاسي پناه ځایونه او اخلاقي ملاتړي لري. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ځله د اخوان المسلمین په دفاع څرگندوني کړي دي؛ په داسي حال کي چي د قطر الجزیرې په څېر نړئــواله رسنۍ هم د اخوان المسلمین کیسې ته پراخ پوښښ ورکوي.
د امریکا د فکري بنسټونو او بهرنۍ پالیسۍ کارپوهان هم په دې باور دي چي که امریکا اخوان المسلمین د ترهگریز سازمان په توگه اعلان کړي نو د عرب ملتونو په منځ کي به ئې شهرت په بشپړه توگه زیانمن سي؛ ځکه د اخوان المسلمین کیسه په ډېری عرب هېوادونو کي مشهوره ده. په مصر، تونس، اردن او فلسطین کي د اخوان المسلمین سره تړلو گوندونو ټاکنیزي بریاوي ترلاسه کړي او د خلکو د مقاومت سمبول گڼل کېږي. په داسي حال کي د اخوان المسلمین پر وړاندي د امریکا مستقیم اقدام کولی سي دا تأثر خپور کړي چي متحده ایالات یوازي د استبدادي واکمنانو او صهیونیسټي گټو ملاتړ کوي؛ کوم چي په راتلونکي کي د امریکا د گټو لپاره خطرناک ثابت کېدلی سي.
له همدې امله د ټېډ کروز په څېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو د پرله پسې هڅو سره سره د متحده ایالاتو حکومت او ادارې تر اوسه پوري د اخوان المسلمین په رسمي ډول د ترهگریز سازمان په توگه د نومولو نه ډډه کړې ده. که څه هم د څارني، سفر بندیزونو او پټ فشار په څېر اقدامات دوام لري خو د کوم رسمي نړئوال اقدام په لاره کي لا هم ډېری خنډونه موجود دي.
دا خبره باید روښانه وي چي د اخوان المسلمین پر وړاندي دا کمپاین یوازي د ترهگرۍ پر وړاندي د جگړي یوه برخه نه ده؛ بلکي په منځني ختیځ کي د آزادۍ، جمهوریت او اسلامي هویت سیاست د ځپلو لپاره د پراخو نړئوالو هڅو یوه کړۍ ده؛ چي صهیونیسټي ځواکونه، عرب دیکتاتوران او د لوېدیځ ځیني حلقې پکښې ښکېلي دي.

Comments
Post a Comment