مختصراً عرض کوم؛ زه ډېر خوبونه وینم؛ خو اکثر وخت مي خوبونه گډوډ وي او یا هم سهار ته راڅخه هېر وي؛ شاید سبب ئې دا وي چي اکثر وخت مي د خوب وخت او دورانیه نا سمه او بې وخته وي؛ دا چي ماغزه نا آرامه وي او له خوبه د پورته کېدلو باوجود هم هغه صحنې نسم را په یاد کولی نو ځکه ئې بیا په ارتباط شکمن اوسم؛ او اکثر وخت ئې نظر انداز کړم. خو دا چي دا څه موده په سفر یم؛ خوبونه مي ډېر منظم دي؛ د شپې پوره خوب کوم او د ورځي د روزمره معمول مطابق پر وخت خپل کار؛ د تېري شپې خوب مي له ذهنه نه وځي؛ له ۷-اکټوبر وروسته د غـ.زې او په عموم کي د ف-لسطین-یانو غم مي ډېر ځوروي؛ د هغوی په اړه د نړئوال استکبار ظالمانه چلن، د اسلامي نړۍ د واکمنانو ډارن سکوت او د ملگرو ملتونو، عرب لیگ، او آئی سي او نورو سازمانونو عاجزانه او مغرضانه راپورونه چي وگورم دا کیفیت مي یو په دوه سي... البته چي لاندینی خوب مي دومره صاف په یاد دئ لکه په HD کیفیت چي مي کومه ويډیو په ويښه او پوره توجه کتلې وي. خوب ذکر کوم:
”خوب وینم یو زه یم، بل یحیٰی سنوار د حماس اوسنی مشر او أبـوعبیده د همدې جهادي تنظیم ویاند سره یو ځای یو؛ د منظمو عملیاتو تر پلان وروسته د یحییٰ سنوار په مشرۍ په داسي شکل یوه دېوال ته ور واوړو لکه د ۷-اکټوبر په ورځ چي فلسطیني مجاهدینو په څنگه شکل له غزې څخه مقبوضه سیمي ته مصنوعي سرحد کراس کړی وو؛ د دېوال تر شا دوه صـهیونیسټان یرغمال کړو او لاسونه ئې تر شا تړو؛ په کوم ځای کي چي دا عملیات کوو هغه د یوه کوچني کور په شکل جوړ وي چي ډېر لوړ لوړ دېوالونه ئې وي؛ په همدې سرای کي په یوه کوټه کي دا عملیات اجراء کوو؛ دا کوټه یو کوچنی د المونیم کلکین هم لري؛ د المونیم د کلکینانو یوه خامي دا هم ده چي د شپې پر مهال چي کله په اطاق کي برق ولگېږي نو له دباندي (تیارې) څخه د اطاق هر څه ډېر روښانه ښکاري او له دنني خوا څخه بیا دباندي شی نه لیدل کېږي؛ او دا عملیات د شپې اجراء کوو. په همدې وخت کي یحیی سنوار د اطاق کلکین ته مخامخ موږ ته ناست وي؛ موږ د بندیانو لاسونه تړو او تر دېوال ئې د را اړولو په هڅه کي يو. زه پر سنوار ووېرېږم او ورته ووایم چي تاسي یو څه آخوا د دېوال خواته د کلکین په څنگ کي کښېنئ؛ هسي نه دښمن ناڅاپه له کلکین څخه را څرگند نسي! نوموړی وایي که چيري صـهیونیسټان پر دېوال دې احاطې ته راکښته کېږي موږ ئې آن د پښو ږغونه هم اورېدلی سو نو ځکه مي توصیه صرفِ نظر کړي... جالبه لا دا چي په همغه انداز پر څوکۍ راته ناست وي خاندي لکه پر یوه صوفه چي ئې د ناستي یو تصویر ډېر مشهور سوی هم دئ.
د أبوعبیده سره په گډه د بندیانو تر تړلو وروسته هغوی خپلي سیمي ته را وړو؛ زما سره د أبوعبیده د څېرې لیدلو تلوسه ځکه نه وي لکه ډېر ځلي چي مې حقیقي څېره لېدلې وي؛ ځکه ئې د نقاب لېري کولو خواهش نه کوم. ډېر خوشاله یم؛ عملیات مو بریالي سوي وي؛ له ډېري خوښیـه په جامو کي نه ځایېـږم؛ وخت هیڅ نه تېرېږي. وروسته د یوه نږدې ملگري خواته ولاړ سم؛ غالباً له عرب دُرز قبیلې څخه وي چي ځانونه اسرائیلیـان گڼي؛ د قوم په اړه ئې حساس یم خو د نوموړي اخلاص او مینه مي اصلاً دې ته نه متوجه کوي چي له ده سره باید حساس اوسم؛ نږدې ملگری مي وي او داسي ښکاري لکه د مقاومت مدافع او خواخوږی چي وي؛ دا چي خوښي مي انتهایي ډېره وه او هیڅ مې د پټولو هڅه نسوه کولی نو پټ مي له شپني ترسره سویو بریالیو عملیاتو څخه خبر کړ؛ هدف مي دا وو چي ډېر به خوشاله سي.
خو د نوموړي سترگي یو دم سرې سوې؛ دومره وحشتناکي سرې چي ویني ئې له ورایه په سترگو کي ښکارېدې؛ له کمربنده ئې خنجر را وایستی او د سینې په پورتنۍ پرخه کي ئې د زړه په خوا کي ورباندي ووهلم؛ پوښتنه ئې وکړه چي ملگري دي چېري دي؟! سخت د شکـ.نجې کیفیت وو؛ ویل که دا خـ.نجر وباسم سمدستي به مرې! خو د تعذیب په هدف ئې نه وباسم او تر څو دي اعتراف نه وي کړی همداسي په عذاب کي به وې؛ ډېره هڅه مي وکړه په خپل لاس خنجر له سینې راوباسم خو ناکام سوم. لاسونه مي اصلاً حرکت نه کوي. خوا ته مي یوه ژوره کنده وه؛ په ډېر تکلیف هغې خواته نږدې سوم له دې وېري چي د ملگرو راز افشاء نسي او یا مي درد د باطل مرستي ته تسلیم نه کړي نو د مرگ او ژوند له پروا کولو پرته مي ځان همغې کندي ته وغورځوی... همدلته د سهار د لمونځ وخت وو؛ راپورته سوم جماعت مي وکړ...“ ۲۰-اگست-۲۰۲۴میلادي / سه شنبه - کابل
پورتنی خوب مي غالباً له درېیـو محترمو وروڼو سره ذکر کړی وو؛ پرون مي یوه ملگري راته وویل؛ ستا د خوب یو تعبیر د اتل په صوفه کي ناسته وه... تا ئې په صوفه کي ښکلې خندا لیدلې وه؛ نړۍ همغه ښکلې صحنه په ژوندۍ بڼه ولیده؛ الله تعالی هومره عزت ورکړ چي تصور کول ئې مشکل دي... زه وایم همغه د اتل خبره ده: شرف یوازي د جهاد په میدان کي دئ. ملعون قوم د غـزې ټوله زمکه پسې غلبېل کړه؛ خو اتل د زمکي پر سر په یوه صوفه کي په داسي حالت کي آرام ورته ناست وو چي په هغوی ئې خپل زړه یخ کړی وو؛ زموږ د زړونو د ټکور کولو او خپلوانو (عربانو) ته د پېغور ورکولو په پار ئې د موسی لکړه پر را وغورځوله او دا پیغام ئې نړۍ ته ورکړ چي افراد ختمېدلی سي خو مقاومت نسي ختمېدلی...
سيُولدُ ألفُ سنوارٍ وتحيا
جبالٌ مِثل يحيى أو هنيّةْ
وينبُت من شقوق اليأس وردٌ
بهِ عبَقُ التفاني للقضيَّةْ
عارف النزيلي وایي: ”تاسي به گورئ چي دلته به په زرگونو سنوار پیدا کېږي؛ د یحیی او هنیه غوندي غرونو کیسې به تلپاتي وي؛ تاسي به وگورئ چي د ناهیلیو په تیارو کي څنگه سپرلي راځي؛ د هغو گلانو بوی ته منتظر اوسئ چي د مقاومت قضیې ته ځلا ور بخښي.“
سر نہ رہا زانو پہ دھرا جو رہی سو آبرو رہی
ایک شخص کی موت غیرت و بزدلی کی ترازو رہی
رحمه الله

Comments
Post a Comment