د ۱۹۶۶ع کال د دمشق له پوهنتون نه تر فراغت وروسته عبدالله عزام بېرته خپل کلي ته ستون سو او د برقین په ښوونځي کي ئې د ښوونکي په توگه دنده پیل کړه او په جنین کي ئې د اخوانیانو تر منځ خپل فعال رول ته دوام ورکړ. دا هغه وخت وو چي کله په فلسطین او نورو سیمو کي د کیڼ اړخو (سیکولرو) او اسلامـپالو تر منځ کړکېچونه زیاتېدل.
په مارچ ۱۹۶۷ع کال کي یوې ځانگړي پېښي پر عزام ژور اغېز وکړ؛ د جمال عبدالناصر په ملاتړ د راوتلي یوه لاریون پر مهال یو سړی د اخوان المسلمین مرکز ته داخل سو؛ مذهبي کتابونه ئې څيري کړل او کوڅې ته ئې را وغورځول. عزام همدلته موجود وو او د جنین په سړکونو کي ئې د دغو څيري سوو کتابونو الوتل په خپلو سترگو ولیدل. دا پېښه د هغو گڼو بدو تجربو نه لومړنۍ وه چي ده وروسته د کیڼ اړخو له لوري تجربه کړې.
په ۱۹۶۵ع او ۱۹۶۶ع کلونو کي د مصر د سیاسي پېښو له امله د عزام فعالیتونه او اړیکي لا ډېري چټکي سوې. په همدې وخت کي د اخوان المسلمین مرکزي څانگه له سختو او ظالمانه بندیزونو سره مخ سوه؛ ځکه چي د ولسمشر جمال عبدالناصر حکومت ادعاء وکړه چي گواکي (په ۱۹۶۵ع کي) د یوې اسلامي کودتا هڅي افشاء سوي دي.
د همدې ادعاء پر بنسټ د مصر حکومت د اخوان المسلمین زرگونه غړي ونیول او له هغوی نه ئې په ډېره بې رحمۍ سره څېړني وکړې. دا سختي نیوني د ۱۹۶۶ع کال د اگست په پای کي اوج ته ورسېدلې؛ یعني هغه وخت چي کله درې تنه اخواني مشران محاکمه او اعدام سول؛ په دغو درېیو کسانو کي یو هم د اخوان المسلمین نامتو مفکر سید قطب وو.
د سید قطب د اعدام پېښه د عبدالله عزام لپاره ډېره دردونکې وه او ممکن همدا پېښه وه چي د ده د سیاسي مخالفت لومړنی فعالیت ئې راوپاراوه. د ده لومړنی فعالیت دا وو چي مصري حکومت ته ئې احتجاجي پیغام (ټلیگراف) لېږلی وو؛ عزام وروسته ولیکل: "زما په یاد دي چي ما عبدالناصر ته یو لیک ولیکی او په هغه کي مي ده ته وویل: دعوت کله هم نه مري، شهیدان تل ژوندي وي او تاریخ هيڅکله بخښنه نه کوي."
ده دا پېښه وروسته په پوره زیات تفصیل سره بیان کړې ده.
“ما یو عاجل برښنا لیک (ټلیگراف) ولیکه او جمال عبدالناصر ته مي واستوی؛ دا لیک مي د کلي د پوست له لاري هغه ته ولېږه؛ د لیک منځپانگه د عبدالناصر لپاره د گواښ او اخطار پیغام وو او دا یادونه مي کړې وه چي تاریخ هیڅوک نه بخښي. خو د کلي د پوست مأمور زما د ساتني په موخه هغه لیک بېرته ماته راکړ تر څو ماته ته زیان ونه رسېږي. البته ما یو ځل بیا دا لیک په مستعار نوم ولیکه او ومي لېږه. نه پوهېږم چي هغه ته به ورسېدلی وي که نه.”
د عزام په وینا: دا پېښه د اردني چارواکو له نظره پټه نه وه پاته سوې.
“اردني استخباراتو د پوست مدیر ته یو سړی را استولي وو؛ د پوست مدیر زما ملگری وو. هغوی پوښتنه ترې وکړه: دا څوک دئ؟! ده ورته وویل: دا یو عادي سړی دئ چي دا لیک ئې استولی. هغوی وویل: موږ د کلي په راجستر کي پلټنه وکړه؛ یعني د السیله (زما کلی) په نوملړ کي دا نوم نـسته. زه باید اوس هغه نوم یاد کړم: محمد سالم عدنان… او زما نوم ئې لا تر دې دمه د دوی په چاپـخانو (د سفر د بندیز په لیست) کي نه و شامل کړی.”
د دې برېښنا لیک (ټلیگراف) یادونه په نورو سرچینو کي نه ده یاده سوې؛ خو په دې کي د شک ځای نسـته چي عبدالله عزام د سید قطب د اعدام د خبر په اورېدلو سخت غصه سوی وو.
دا موضوع بلي خواته هغو کسانو هم ډېره خرابه کړه؛ یعني ډېرو کیڼ اړخو (کمونیستانو یا سیکولرانو)؛ هغوی د سید قطب اعدام په ډېر شدت سره ولمانځه؛ ځکه هغوی سید قطب یو خطرناک بنسټــپال (رجعت خوښوونکی) باله. د یوه اسلامپال فلسطیني لیکوال په قول؛ ویل کېږي چي: په نابلس کي ځینو خلکو د همدې پېښې د خوښۍ لمانځلو په موخه محلي شیریني "کنافه" ووېشله. په برقین کي په هغه ثانوي ښوونځي کي چي عزام پکې زده کوونکی وو؛ یوه ښوونکي ماشومانو ته د اعدام د خوښۍ لمانځلو په موخه خوږې ور ووېشلې. دې کار عزام سخت غصه کړ؛ آن د ده ملگري اړ سول چي د شخړي د مخنیوي لپاره مداخله وکړي.
عزام په غصه وو؛ ځکه سید قطب ده ته اصلي الهام بخښونکی وو. په اتمه لسیزه کي یو وخت عزام ویلي وو: “حقیقت دا دئ چي زه د اسلامي فکر له هیڅ یوه لیکوال نه دومره اغېزمن سوی نه یم لکه څومره چي له سید قطب نه متأثر سوی یم. زه دا پر ځان د الله تعالی ستره پېرزوینه گڼم چي زما سینه ئې پرانیسته او زما زړه ئې د سید قطب د کتابونو په مطالعې سره وځلاوه. سید قطب زه په فکري لحاظ وروزلم، ابن تیمیه په عقیدوي لحاظ، ابن القیم په روحاني لحاظ او امام نووي په فقهي لحاظ؛ دا څلور کسان داسي دي چي زما په ژوند کي ئې پر ما ژور اغېز کړی دئ.”
د یادوني او ټینگار په موخه باید وویل سي چي عزام د "اخوان المسلمین" له لیکوالانو ستاینه هم کړې ده. د یوه صالح "اخواني" غړي په څېر ده د حسن البناء لیکني په ډېره مینه لوستي او وروسته ئې په خپلو لیکنو کي د هغه ستاینه هم کړې ده. د ده مېرمن وايي: د شپېتمي لسیزي په منځ کي د عزام د مطالعې تر ټولو مهم کتابونه د شهید حسن البناء آثار ول.
دی په همدې لسیزه کي د سید قطب له ورور محمد قطب، د سوریې له مصطفیٰ السباعي او د مصر له یوسف القرضاوي نه هم ډېر متأثر سوی وو؛ خو سید قطب د عزام په فکري نړۍ کي ځانگړی مقام درلود.
عزام د سید قطب د کتابونو لوستل نسبتاً وروسته پیل کړل؛ یعني په ۱۹۶۵ع کال کي؛ هغه وخت چي د قطب د اعدام پېښه په پراخه توگه په رسنیو کي خپره سوه. خو تر دې وروسته عزام د ټول ژوند لپاره د ده مینه وال سو.
د سید قطب فکري او ایډیالوژیک اغېز د عزام په ډېرو لیکنو کي څرگند دئ. عزام وروسته ویلي وو چي کله ئې په ۱۹۶۵ع کال کي د سید قطب کتاب "المستقبل لهذا الدين" لومړی ځل ولوست؛ ده فکر کاوه چي سید قطب د خوبونو په نړۍ کي ژوند کوي.
خو نږدې پنځوس کاله وروسته؛ کله چي اسلامي غورځنگونو په سیمه کي پراختیا وموندله؛ عزام خپل سوچ بدل کړ او په ۱۹۸۰ع کال کي ئې د "الإسلام ومستقبل البشرية" په نوم کتاب ولیکی چي په څرگنده توگه د سید قطب د افکارو پر لور اشاره وه.
البته یوازي عزام د سید قطب مینه وال نه وو.
دې (قطب) په جسمانی لحاظ کمزوري ښوونکي چي د مصر له یوې کلیوالي سیمي نه وو؛ په پنځمه او شپږمه لسیزه کي د کتابونو داسي یوه لړۍ ولیکله چي دی ئې د معاصر وخت له تر ټولو اغېزمنو اسلامي مفکرینو نه یو وگرځاوه. د ده نظریاتو؛ چي مسلمانه ټولنه ئې د “جاهلیت” په حالت کي د ژوند تېروونکې وبلله او د یوه اسلامي دولت د جوړولو پر اړتیا ئې ټینگار کاوه؛ د مصر دننه او له مصره بهر پر نسلونو ژور اغېز وکړ. د ده لس کلن بند، شکنجه، او بالاخره د عبدالناصر د رژیم له لوري اعدام؛ دی د استبداد پر وړاندي د مقاومت یو پیاوړی سمبول او شهید وگرځاوه.
سید قطب هم یوه زړه راښکونکې؛ بلکي له تراژیدۍ ډکه د ژوند کیسه لري. دی په ۱۹۰۷ع کال کي د مصر د اسیوط ولایت په یوه کلي کي زېږېدلی وو؛ په یوه مذهبي کورنۍ کي؛ داسي چي سیاسي پوهاوي لرونکې او د سیمي د معتبرو خانانو کورنۍ هم وه. د ده پلار د مصطفیٰ کامل د گوند؛ یعني الحزب الوطني (وطن گوند) فعال غړی وو او د خپل کور په انگړ کي به ئې سیاسي غونډي کولې. (ممکن د همدې اغېز له امله د سید له څلورو وروڼو خوېندو نه ئې درې: محمد، امینه او حمیده د اخوان المسلمین مخکښ غړي سول).
سید قطب له وړوکوالي نه د قرآنِ حکیم حفظ ته هڅول سوی وو خو دی وروسته دې باور ته ورسېدی چي د دیني زده کړو نظام وروسته پاته دئ. کله چي دی دیارلس کلن سو له خپلي کورنۍ سره قاهرې ته ولاړ؛ هلته ئې د ادب او شاعرۍ لېوالتیا نوره هم زیاته سوه. وروسته ئې "د ښوونکو په ښوونځي" کي زدکړي وکړې او له ۱۹۳۳ع کال نه ئې بیا تر ۱۹۴۰ع کال پوري د ښوونکي په صفت کار وکړ؛ تر دې وروسته بیا د پوهني وزارت مأمور سو. په همدې موده کي سید قطب گڼ شمېر ناولونه، شعري آثار او د ادبي نقد لیکني وکړې. خو تر ۱۹۴۵ع کال وروسته د ده لیکني سیاسي سوې؛ که څه هم تر دې مهاله لا دی د اسلامپال پر ځای ملتـپال وو.
په ۱۹۴۸ع کال کي د پوهني وزارت سید قطب د امریکا متحده ایالاتو ته واستوی تر څو تعلیمي نظام ولولي. ده دوه کلونه د "کولورادو ایالت په درالمعلمین یا پوهنتون" (په گرېلي ښار کي) تېر کړل. په همدې موده کي سید قطب په امریکا کي سفرونه وکړل او د بېرته هېواد ته د راستنېدلو پر مهال ئې اروپا هم وکتله. له غربي تهذیب و تمدن سره د ده مخامخ تجربې چي ده به "د لوېدیځ مړ تمدن" باله؛ د ده دا باور لا پیاوړی کړ چي اسلام یو لوړ او بشپړ ټولنیز نظام وړاندي کوي.
په خپل کتاب أمريكا التي رأيت (هغه امریکا چي ما ولیدله - چاپ ۱۹۵۱ع کال) کي ده د امریکايي ټولني پر وړاندي د نیوکو اوږد لېست وړاندي کړی: د هغوی پر مادیت، پر ناروا جنسي کړنو ئې، پر نژادي تبعیض ئې، پر بې مغزه سينما ئې، د جنازو د بې احترامۍ پر دودونو ئې او د خرابو وېښتانو پر پرېکولو (طرزونو) ئې نیوکي کړي وې.
چي کله سید قطب په ۱۹۵۰ع کال کي بېرته قاهرې ته را ستون سو نو د پوهني په وزارت کي ئې خپله مخکنۍ دنده بیا ترلاسه کړه؛ اما تر دې وروسته ئې د "اخوان المسلمین" په غونډو کي په منظم ډول گډون پیل کړ او د اسلام او سیاست په اړه ئې پراخي لیکني پیل کړې.
ده په ځانگړي ډول د خپل تر ټولو ستر اثر پر لیکلو کار پیل کړ؛ د قرآن تفسیر چي پر شپږو ټوکونو مشتمل دئ؛ یعني "في ظلال القرآن" او د دې اثر پر لیکلو ئې لس کاله وخت تېر او بالاخر ئې مکمل کړ. په ۱۹۵۳ع کال کي سید قطب د زدکړو وزارت له دندې نه استعفیٰ ورکړه او رسماً د اخوان المسلمین غړی سو او د دې ډلي د اونیزي مجلې “الإخوان المسلمون" د مسئول مدیر (رئیسِ تحریر) په توگه وټاکل سو.
د ۱۹۵۰ع د کلونو په منځنۍ دوره کي سید قطب څو کتابونه د اسلام او سیاست په اړه خپاره کړل چي په دې ډول دي:
• العدالة الاجتماعية في الإسلام (په اسلام کي ټولنیز عدالت - ۱۹۴۹ع کال)
• معركة الإسلام والرأسمالیة (د اسلام او پانگوال نظام جگړه - ۱۹۵۱ع کال)
• السلام العالمي والإسلام (نړئواله سوله او اسلام - ۱۹۵۱ع کال)
• دراسات إسلامیة (اسلامي مطالعات - ۱۹۵۳ع کال)
• في ظلال القرآن (لومړی ټوک - ۱۹۵۴ع کال)
له ۱۹۵۱ع کال راهیسي سید قطب په مختلفو اسلامي مجلو کي گڼ شمېر لیکني کولې؛ لکه په الرسالة، الدعوة، او اللواء الجديد کي.
د ۱۹۵۰ع کلونو په پیل کي اخوان المسلمین یو ډېر محبوبیت لرونکی تحریک وو چي په مصر کې د برتانوي شتون پر ضد فعال مخالفت کاوه. اخوان المسلمین د "ضباط الأحرار" (آزادو افسرانو) سره گـډه موضوع هم درلوده چي په ۱۹۵۲ع کال کي ئې د مصر پاچا له واکه لیري کاوه.
سید قطب له جمال عبدالناصر او د "ضباط الأحرار" له نورو غړو سره تر انقلاب مخکي او وروسته هم شخصي اړیکي لرلې؛ خو دا اړیکي ئې ډېري ژر خرابي سوې؛ ځکه دواړو غورځنگونو د سیاست په برخه کي د اسلام د رول په تړاؤ مختلف نظریات درلودل.
په راتلونکو څو لسیزو کي به اخوان المسلمین د جمال عبدالناصر د رژیم تر واک لاندي سخت ظلم او فشار وگالي؛ اصل دلیل ئې دا وو چي عبدالناصر یو مطلق العنان نظام جوړ کړ او هر ډول سیاسي مخالفت به ئې ځپی او همدارنگه ده په اخوان کي دننه د راډیکالو عناصرو له خوا رښتینی امنیتي گواښ هم احساس کاوه؛ په ځانگړي توگه د اخوان د "النظام الخاص" د پخوانیو غړو له خوا چي د “الجهاز السري” په نوم مشهور ول.
"الجهاز السري" د اخوان المسلمین نیمه وسله واله څانگه وه چي په ۱۹۳۰ع کلونو کي رامنځته سوې ده(د تاریخ په اړه ئې نظریات متفاوت دي). دا څانگه په ځانگړې توگه د ۱۹۴۰ع کلونو په پای کي فعاله سوه چي کله ئې د پولیسو او برتانوي اهدافو پر ضد په لسگونو چاودني او وژني ترسره کړې. همدارنگه دې څانگي په ۱۹۴۸ع کال کي د اخوان المسلمین لـخوا د رضاکارانه استخدام او فلسطین ته جنگیالیو د استولو مسؤلیت هم پر غاړه درلود.
کله چي په ۱۹۵۰ع کال کي حسن الهضيبي د اخوان المسلمین د عمومي لارښود (عام مرشد) مقام تر لاسه کړ؛ ده هڅه وکړه چي هغه ډله (النظام الخاص) منحل کړي چي ده د غورځنگ د پرمختگ پر وړاندي خنډ گڼله. ده یوازي جزوي بریا ترلاسه کړه او د دې ډلي یوه پټه څانگه د ۱۹۶۰ع کلونو تر پایه فعالیت وکړ تر څو په نهایت کي په بشپړه توگه ختمه سوه.
سید قطب د "الجهاز السري" یا نظام الخاص غړی نه وو خو د هغه د فکري او ایډیالوژیک الهام مهمه سرچینه وو. عبدالله عزام وروسته د "الجهاز السري" د پخوانیو ځینو غړو ملگری سو؛ چي په دوی کي ئې تر ټولو مهم کمال السنانیري، عبدالعزیز علي او صلاح حسن وو. دا یوازي تصادف نه وو ځکه عزام د دې کسانو د سخت دریځ او نظامي فکر سره شریک وو.
د ډېرو دیکتاتورانو په څېر؛ جمال ناصر د یوې کوچنۍ راډیکالي څانگي د گواښ له وېري د ټول غورځنگ د ځپلو تگلاره خپله کړه؛ د اخوان المسلمین جدي ځپل د ۱۹۵۴ع کال په سر کي پیل سو؛ کله چي حکومت د دې سازمان فعالیت بند کړ او د دې تحریک ډېر غړي ئې د لنډمهاله نیونو په نوم ونیول؛ په دوی کي سید قطب هم شامل وو.
د همدې کال په مني کي د جمال ناصر د وژني هڅه وسوه او دولت اخوان المسلمین پرې تورن کړ؛ دلته نو حکومت د اخوان د تحریک پر وړاندي شدید ځپل پیل کړل او سید قطب او ډېر نور غړي ئې ترې بندیان کړل.
سید قطب راتلونکي لس کلونه په زندان کي پاته سو او هلته له وحشي شکنجو او اوږدمهالو انفرادي بندونو سره مخ سو او دا ډول بد چلن د ډېرو نورو بندیانو سره هم ترسره سو. په ځانگړې توگه د ۱۹۵۷ع کال پېښه؛ چي کله د زندان عملې دعوه کوله چي د زندانیانو د گډوډیو د کنټرول لپاره ئې عکس العمل څرگند کړ او په خپلو پنجرو کي ئې دننه شاوخوا شل اخواني بندیان ووژل.
سید قطب د ۱۹۴۶ع کال په پای کي آزاد سو خو فقط تر اته میاشتو وروسته بیا د مخکي یادي سوي جمال ناصر پر ضد ترسره سوي کودتا په تور ونیوی. تر یوې خودساخته محاکمې وروسته ده ته د اعدام سزا واورول سوه او د ۱۹۶۶ع کال د اگست په میاشت کي اعدام سو.
د بنديخانې تجربې سید قطب ډېر تُندلاری کړ؛ لکه څنگه چي دا کار له ډېرو نورو اسلامپالو سره سوی وو. دی دې نتیجې ته ورسېدی چي د مصر نظام دومره فاسد سوی چي اصلاح ئې ناممکنه ده. په همدې موده کي ئې تر ټولو انقلابي او څرگندي لیکني وکړې؛ په ۱۹۶۴ع کال کي ئې خپل مشهور کتاب معالم في الطريق (د لاري مشال) نشر کړ؛ یو مختصر کتاب چي وروسته د اسلامي راډیکالیزم له سترو کلاسیکو اثارو نه وشمېرل سو.
معالم في الطریق عموماً د عمل بلنه وه؛ ده ویلي چي مسلمانان باید هغه حکومتونه له منځه یوسي/ليري کړي چي له خپل واک نه ناوړه استفاده کوي او د هغه څه پر اساس واکمني نه کوي چي الله نازل کړي. یوازي په همدې توگه کولی سي مسلمانه ټولنه له جاهلیت نه را ووزي او یوه عادلانه او سوکاله ټولنیز نظام ته ورسېږي.
په کتاب کي د دې حکومتونو د ليري کولو لپاره کومه واضحه او مشخصه طریقه نه ده ذکر سوې؛ خو دی وايي چي: یوه مخکښه ډله باید دا پیاوړی کار وکړي او کله چي داسي خنډونه او دښمنانه اغېزي موجودي وي نو اړینه ده چي په ځواک سره لېري کړل سي. قطب همدارنگه دلیل وړاندي کوي چي: [أولئك المهزومون روحياً وعقلياً الذين] دوی هڅه کوي دا محدود کړي. دوی په دې فکر کي غلط دي چي جهاد په اسلام کي یوازي هغه څه دئ چي دوی ئې "د دفاعي جگړي" په نوم یادوي؛ بلکي جهاد د مسلمانانو د کورني ظلم او ستم څخه د خلاصون لپاره هم امکان لري. دا سخته نه ده چي وگورو چي څنگه دا تعبیر ممکن کېدلی سي چي د انقلابي تاوتریخوالي بلنه په کومه طریقه ورکول سي.
انقلابي دعوت د سيد قطب د فکر د تولیدي کارونو له ډېرو ځانگړنو نه یو وو. ده ډېر څه لیکلي دي؛ د عقیدې په اړه، د اسلامي ټولني د خپل فکر په اړه.او د اسلامي تمدن او د هغه د نړئوال حیثیت په اړه.
د عبدالله عزام په څېر ملاتړ کوونکو په نظر: د سید قطب د لیکنو جذابیت د وسلې د پورته کولو په بلنه کي نه وو بلکي په هغه هر اړخیز لیدلوري (جامعِ نظریې) کي وو چي ده وړاندي کړی وو او په هغه ماهرانه انداز کي وو چي ده د اسلامي متونو دلایل او پرلپسې سیاسي تحلیلونه د خپلي استدلالي دعوې په ملاتړ کي سره یو ځای کړي وو.
په عین وخت کي د "معالم في الطريق" انقلابي روح هغه ځانگړتیا وه چي سید قطب ئې د "اخوان المسلمین" له نورو لیکوالانو نه بېل کړ.
د سید قطب راډیکالیت او د قضيې لپاره د ده مرگ ده ته هغه د "تُـند خویه شخصیت" شهرت ورکړ چي ډېر نور عملي (پراگماټیک) اسلامي شخصیتونه ئې نه لري. داسي ډېر لیکوالان سته چي ډېر تألیفات لري او ډېر فعالان سته چي ځانونه له خطر سره مخ کوي خو ډېر لږ کسان داسې دي چي دا دواړي ځانگړنې ئې په ځان کي سره یو ځای کړي وي. همدا د ځانگړنو یو ځایوالی هغه څه وو چي عبدالله عزام به ئې له سید قطب سره یو ځای کاوه.
سید قطب د شلمي پېړۍ د دویمي نیمایي په جریان کي د اخوان المسلمین د هغو مشرانو له جملې نه وو چي عبدالله عزام نه وو لیدلی. که چیري سید قطب نه وای بندي سوی نو ډېر امکان وو چي د دوی لاري به سره یو ځای سوي وې، ځکه سید قطب له اردني اخوان المسلمین سره اړیکي ساتلې.
په ۱۹۵۴ع کال کي سید قطب په بیت المقدس کي د اخوان المسلمین په یوه غونډه کي گډون وکړ؛ هلته ئې په اردن کي د اخوان المسلمین له مشر محمد خلیفه سره وکتل؛ محمد خلیفه بیا هغه څوک دئ چي لږ وخت وروسته د عبدالله عزام د لیدلو لپاره السیله ته ورغی.
یقیناً عبدالله عزام پر دې خبره ځورېدی چي د سید قطب د لیدلو فرصت ئې ترلاسه نکړ؛ کله چي عزام په ۱۹۷۱ع کال کي قاهرې ته ولاړ نو له هغو لومړیو کارونو څخه یو چي وئې کړ؛ د قطب له کورنۍ سره اړیکه نیول وو. دا ارتباط ئې د سید خور امینه قطب له لاري ترسره سو. کله چي د سید ورور محمد قطب د ۱۹۷۱ع کال په اکټوبر کي له زندان نه آزاد سو نو عزام له ده سره ژر تر ژره ولیدل؛ یعني چي څنگه لومړی چانس ورته برابره سو.
په همدې وخت کي عبدالله عزام د سید قطب د درناوي او لمانځلو بېلابېلي لاري وموندلې؛ د بېلگي په توگه په ۱۹۶۹ع کال کي چي کله ده له "فدایانو" سره د اردن په شمال کي جگړه کوله؛ له خپلو ملگو سره ئې د قطب نوم پر هغو توغندیو ولیکه چي پر اسرائيلي هدفونو ئې ور شاټولې.
همدارنگه د ۱۹۷۰ع کال د اگست په مياشت کي دوی د سید قطب د اعدام د درېیمي کلیزې په مناسبت هغه برید ترسره کړ چي دوی ورته "دسید قطب عملیاتو" نوم ورکړی وو او هدف ئې د اسرائیلو د ټانکونو یوه گرځنده گزمه وه.
عبدالله عزام د سید قطب تر وفات وروسته د هغه د ستایني او افکارو د لمانځلو په موخه گڼي لیکني وکړې. د بېلگي په توگه په ۱۹۸۱ع کال کي ئې د المجتمع په مجله کي یوه مقاله ولیکله چي په هغه کي ئې د ناصرالدین الألباني هغه تور ته په کلکه جواب ویلی وو چي گواکي سید قطب د تصوف تر اغېز لاندي وو.
د ۱۹۸۶ع کال د مني په موسم کي عزام د سید قطب د اعدام د شلمي کلیزې په مناسبت د الجهاد په مجله کي یوه احساساتي او توده مرثیه ولیکله. تر دې وروسته ده د سید قطب یو مختصر ژوند لیک هم ولیکی؛ تر دې وروسته د عبدالله عزام پلویانو دا درې لیکني په یوه واحده نسخه کي سره راټولي کړې او د هغه تر مړیني وروسته ئې په کتابي بڼه خپرې کړې؛ چې عنوان ئې: عملاق الفكر الإسلامي الشهيد سيد قطب (د اسلامي فکر ستر مفکر شهید سید قطب) وو.
د سید قطب فکري اغېز پر عبدالله عزام د لیکنو او ویناوو (محاضراتو) په گڼو برخو کي څرګند دئ. دا اغېز په ځانگړي ډول د هغه په هغو اثارو کي ډېر روښانه دئ چي ده د افغانستان تر جگړي وړاندي لیکلي؛ لکه: "الإسلام ومستقبل البشرية" او "السرطان الأحمر".
د ۱۹۸۰ع په لسیزه کي عبدالله عزام شاوخوا ۴۰-څلوېښت ساعتیزه مفصله درسي لړۍ ثبت کړه چي عنوان ئې: في ظلال سورة التوبة وو؛ دا د سورة التوبې تفسیر دئ. دا عنوان او مفکوره نه یوازي د سید قطب د مشهور اثر "في ظلال القرآن" انعکاس وو بلکي عزام د همدې سورې په تفسیر کي د قطب له تحلیل نه ډېره گټه اخیستې وه.
تر اقتباساتو او څرگندو یادونو هم مهم هغه فکری اغېز وو چي سید قطب د عزام پر فکر غوړولی: اسلام یو بشپړ ټولنیز نظام او برتر تمدن دئ، د اسلامي شریعت په اړه د ده لیوالتیا او د عربانو د سیاسي نظامونو پر وړاندي د ده انتقادي دریځ؛ دا ټول د قطب د فکر انعکاسونه دي.
همداسي عزام د سید قطب اصطلاحات لکه: الجاهلية او الحاكمية ډېر کارول. تر دې هم زیات؛ د عبدالله عزام تر ترور وروسته یوه اسلامي لیکوال یو بشپړ کتاب ولیکه چي عنوان ئې: "مفهوم الحاكمية في فكر عبدالله عزام" وو.
عزام به د خپلو ویناوو پر مهال ډېر وخت د سید قطب پر خبرو استناد کاوه او خپلو زده کوونکو ته به ئې سپارښتنه کوله چي د هغه کتابونه ولولي. آن په افغانستان کي به ئې لا د روزني په کمپونو کي نظامي زده کوونکو ته ویل چي د سهار تر لمانځه وروسته دي د نیم ساعت لپاره د "في ظلال القرآن" تفسیر مطالعه کوي.
(یادونه: په دې لیکنه کي ځیني اصطلاحات او نومونه په ټیټو ادبیاتو لیکل سوي؛ دا د لیکوال تحلیل دئ او د تغییر اجازه ئې نلرم او همداسي د بشپړي لیکني سره توافق شرط نه دئ. ژباړن)
سید قطب د عبد الله عزام له نظره!
لیکوال: توماس هیگهامر | ژباړه: محمد هاشم شاهین
Comments
Post a Comment