دیکتاتوران هیڅکله د باور وړ نه دي؛ هغوی داسي فرعونان دي چي خپل بادارنو ته هم دوکه ورکولی سي؛ ولي به داسي نه کوي؟ یو انسان چي له خپل قام او ملت سره خیانت کوي، هغه قام چي په وینه، نسل او ژبه کي له ده سره مشترکات لري؛ آن په ډېرو مواردو کې دین هم ورسره یو وي؛ له هغوی ئې د رأیي د اظهار آزادي سلبوي او په ډېرو وړو وړو تورونو د هغوی سره داسی وحشتونه کوي چي انساني تاریخ ئې په یادونه د شرم احساس کوي؛ نو دا ډول فرعونان به ولي هغه څوک نه دوکه کوي چي دوی ئې سپانسر کړي او اقتدار ته ئې رسولي؟!
ایران تېروتنه وکړه او پر همداسي یوه بې رحمه او بې وفا دیکتاتور ئې بولۍ ولگوله؛ دوی نږدې نیمه پېړۍ په سوریه کي د وحشت ملاتړ وکړ؛ دا د ایران پر تندي تور داغ دئ چي هیڅ توجیه کېدلی نسي او نه به تاریخ پرېږدي چي د سوري ولس له اذهانو نه دي د دوی سپانسر سوي کړاوونه هېر سي؛ ولو که بشپړه سوریه په پنځه ورځي کي بېرته ورغوي. حافظ الاسد چي یو نامسلمان علوي وو او د ده مذهبي فرقې حضرت علي رضي الله عنه د الوهیت مقام ته رسولی وو؛ د هغه دورغجن تصویرونه ئې ترسیم کړي او په خپل عبادت ځایونو کي ئې ځوړند کړي وو؛ شیعه او سني طبقې په اتفاق سره دا فرقه تکفیر کړې او له اسلامه خارجه گڼلې وه؛ دې سفاک دیکتاتور په حماة ښار کي یو وحشتناک قتلِ عام ترسره کړی وو؛ خپل ملت ئې بمبارد کړی، کلابند کړی او یرغمال کړی وو؛ د صیدنایا زندان ئې جوړ کړی وو؛ هغه وحشي زندان چي په گوانتانانو بې، أبوغریب او باگرام وحشي زندانونه کي لا د ورته جرائمو تصور نه کېدی؛ ایران د داسي یوه وحشي قاتل د ملاتړ او تمویل تور داغ پر تندي لري.
بلې هو دا ایران پلوه موسیٰ صدر (د حزب الله - لبنان مؤسس او تر حسن نصر الله مخکي د همدې تروریسټي تنظیم مشر) وو چي د ایراني اخندانو په ملاتړ ئې د اسد د مسلمان بللو سیاسي فتویٰ صادره کړه؛ د اسد کورنۍ ئې د ایران له انقلابي نظام سره نږدې کړه او په سیمه کي د ایران نیابتي جگړي شدت پیدا کړ. د اسلامي نړۍ سړه جگړه هم ایران پیل کړه چي کله ئې د عرب هېوادونو په ځانگړې توگه سعودي عرب د شاهي نظام پر ضد پراخ فعالیتونه پیل کړل؛ راډیو سټېشن ئې فعال کړ او خپله آیت الله خمیني به د سعودي نظام ضد څرگندوني کولې؛ همداسي دوی د حج پر وخت د سعودي شیعه گان هڅول تر څو د شاهي نظام پر ضد حساسیت څرگند کړي او دې ته ورته نوري لاسوهني.
د ایران د سپاہ پاسدارانِ انقلاب قوماندان جنرال محمد علي جعفري وايي: ”په بشار الاسد کي له اسرائیل سره د مقابلې جرأت او اراده موجوده نه وه؛ هغه یو ډارن او غل سړی دئ چي د نورو په ساتنه کي ئې ژوند تېروی. ایران د دې پېړۍ تر ټولو ستره غلا د همدې مفرور اسد له لوري برداشت کړه؛ ایران چي دمشق ته د جگړي د تمویل په موخه په میلیاردونو ډالر لېږلي ول؛ اسد دا ټوله شتمني په پټه خپلو شخصي بانکی حسابونو ته انتقال کړې او د ایراني مشرتابه لخوا ئې پر ده ړوند اعتماد ته شدیده صدمه ورسوله. اسد اصلاً حقیقي متحد نه وو بلکي د ایراني ملت د شتمنۍ په چور کي شریک یو غاصب وو؛ ایران د اسد د حکومت د مأموریت دروند پور پرې کړ او موږ به هېره نکړو چي د پېړۍ تر ټولو لویه غلا د همده په لاس ترسره سوه.“
تر دې وړاندي د ایران د نورو مأمورینو خبري هم لیک سوي وې چي حتیٰ اسد ئې ښکنځلی وو؛ روسیه ئې د ایران سره پر نامردۍ او غدر تورنه کړې وه؛ آن اسد ته ئې د سپي خطاب کړی وو؛ جعفری وایي اسد د ایران په میلیاردونو ډالر غلا کړي؛ تر دې وړاندي یوه بل ایراني مشر له نوي سوري حکومت نه د ۵۰ میلیارد ډالر پور بیا ورکولو غوښتنه کړې وه؛ ځکه دوی وایي سوریه زموږ پنځوس میلیارده ډالر پوروړې ده. که پوښتنه ترې وسي چي د ایراني ولس شتمني په دمشق کي ولي پرته وه؟ آیا ایران د هغې د ساتلو وړتیا نه درلوده او که ئې نور اهداف ترې درلودل؟ دا دومره پیسې سوریې ته د څه لپاره انتقال سوي وې؟ آیا د کوم پرمختگ، کومي حیاتي پروژې او یا هم د اسرائیل د مهارولو په موخه هلته لېږل سوي وې او که د نیابتي جنگ او کورنۍ جگړي د تمویل لپاره؟ دا د سوري ملت د فلاح لپاره هلته په قاچاقي لارو لېږل سوي وې که د اسدي فوځ، زینبیونو، فاطمیونو، حشد الشعبي او نورو نیابتي قاتلینو د پالني او لا خوني کولو په موخه؟ پر قتلِ عام څوک له مظلومو مقتولینو نه د پیسو غوښتنه کوي؟ دا همداسي ده لکه سبا چي امریکا فلسطینیانو ته ووایي چي موږ مثلاً ۲۰۰ میلیارده ډالر نتن یاهو ته ستاسي د قتلِ عام لپاره ورکړي؛ دا پیسې به تاسي موږ ته راکوئ؟! ایران همدا ناروا او سپین سترگي کوي.
دا لومړی دیکتاتور نه وو چي له خپلو بادارانو سره ئې داسي کار وکړ؛ د دیکتاتور خښته پر وحشت او ډار ایښودل سوې؛ بې وفایي او جفاء د دوی لومړنی صفت وي؛ د جمال ناصر، صدام حسین، معمر القذافي، علي عبداالله صالح، حافظ الاسد او بالاخر د بشار الاسد تاریخ ولولئ! دوی ټولو د خپل ملت له وېري پر هغوی هغه وحشتونه کړي چي فقط ئې چنگېز غوندي وحشي حیوان کولی سي! صدام حسین هم پر کویټ یوازي په دې جرم برید وکړ چي له صدام نه ئې د هغو پیسو غوښتنه کوله چي د ایران - عراق د جگړي پر مهال ئې صدام ته ورکړي وې؛ دیکتاتور غصه سو او پر کویټ ور ببر سو؛ پایله ئې خلیج ته د امریکا راتگ، د نظامي اډو ترلاسه کول د صدام تاریخي شکست، ذلت او بالاخر د ده بې هدفه زیندۍ کېدل سوه.
ایران دا هېره کړې وه چي دوی خو حتیٰ خپل ملت نسي سوکاله کولی نو د نیابتي جگړو تمویل او تنظیم خو ډېر مهارت، انتهائي ستر ځواک او بې ساري صبر او حوصلې ته اړتیا لري؛ امریکایان که دا کار کوي خو نړۍ ئې په څنگ کي ودرولې؛ یا په زور یا په دوکه؛ خو ایران چي خپله یو محصور هېواد دئ؛ د درېیمي درجې په محدودیتونو کي غرق اقتصاد لري؛ له اسلامي نړۍ په نا اعلان سوي شکل عاق سوی؛ داسي څوک چي ځان نسي ساتلی هغوی چي کله د پراکسي وار اور بلوي بیا ئې خپلي پښې په همغه اور کي وسوځي؛ له سوریې د دوی تحمیل سوی ډارن دیکتاتور وتښتېدی؛ په لبنان کي د دوی اجرتي قاتل او تروریسټي تنظیم (حزب الله) اسرائیل ته تسلیم سو او د غزې له ملاتړ نه پر شا سو؛ په عراق کي شیعي تنظیمونه تسلیم سول او پر امریکایي بېسونو ئې بریدونه متوقف کړل؛ په تاریخ کي په لومړي ځل پر ایران د امریکا - اسرائیل مشترک بریدونه وسول او یوه تشه رامنځته سوه؛ له دې خلاء به د ایران دښمنان په پرلپسې توگه استفاده کوي؛ دا پای نه دئ. ایران په اسلامي نړۍ کي منزوي سوی او خپل وقار او حیثیت ئې له لاسه ورکړی دئ. لامل ئې همدا وو چي دوی د امت اتحاد یا حداقل جوړجاړی او مات وگوډه ډیپلوماسي پر اسد او حزب الله غوندي اجیرو کرایي جنگیالیو سودا کړه؛ د دوی د دې پالیسۍ نه شیعي امپائر ته گټه ورسېده او نه ایران ته؛ د شیعیزم د واکمنۍ ټغر یو ځل بیا د انحطاط ښکار سو بلکي همغو پراکسیانو ئې پر نړئواله سطح د ایران حیثیت له خاورو سره خاوري کړ؛ مقاومت په کلابنده غزه کي دوه کاله مسلسل وجنگېدی او بالاخر ئې د عزت او وقار تړون وکړ؛ اسرائیل او امریکا ئې مېز ته راوستله؛ خو حزب الله په لومړي کال په داسي حال کي چي آزاد هم وو او تر حد زیات مسلح او شتمن هم؛ خو بیا هم تسلیم سو او هم ئې خپله ماته ومنله؛ بلکي اسرائیل ئې د خلع سلاح کېدلو غوښتنه کوي؛ د ایران د نیمي پېړۍ خواري هدر ولاړه. بل نیابتي اجیر دیکاتور ئې غلا ترې وکړه؛ دا د ایران د بهرنۍ پالیسي هغه اړخ دئ چي دوی نور باید د پای ټکی ورته کېږدي.
اوس به دوی پرېکړه کوي چي بیا دا شیطاني لوبه له سره پیل کوي، د ایراني ولس غوښي په دغو مردار خورو خوري او که به د ایران دفاع او مترقي کېدلو ته پاملرنه کوي.
Comments
Post a Comment