د افغانستان - پاکستان د شخړي په اړه د اخوان المسلمین اعلامیه!

 د اخوان المسلمين پیغام؛ د پاک ـ افغان شخړي په اړه!


الحمد لله وحده؛ هغه رب ته ستاینه چي ایمان ئې د یووالي رسۍ گرځولې او فرمایي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ.

او درود او سلام دي وي د الله پر رسول چي فرمایي؛ مفهوم: پر هر مسلمان د بل مسلمان وینه، مال او عزت حرام دئ.


امابعد:

موږ په ډېره اندېښنه څارو چي د پاکستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ اختلاف دومره لوړ سوی چي د دواړو هېوادونو تر منځ د زور استعمال، د پولو تړل او د دواړو اسلامي هېوادونو امن او د سیمي ثبات له جدي گواښ سره مخامخ دئ.


نهضت پر دې ټینگار کوي چي د دواړو هېوادونو تر منځ اسلامي ورور ولي، مشترک هویت او یو گډ تاریخ دا ایجابوي چي شخړه ئې باید د آرامو سیاسي خبرو اترو او جدي مذاکراتو له لاري حل و فصل سي؛ په داسي یوه شکل چي د هر لور شرعي حقونه په کې مراعات سوي وي. الله تعالی فرمایي: فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ.

نو د وژني لاره هیڅکله د اختلاف حل لاره نه سي کېدلی.


هر ډول فوځي شخړه د دوو اسلامي هېوادونو تر منځ؛ د امت د دښمنانو په گټه تمامېږي؛ یعني د هغو چي د امت د شتمنیو لوټلو طمعه لري، د امت وحدت ته زیان رسوي او د امت ملتونه کمزوري کول غواړي. دواړو هېوادونو تر دې وړاندي د بهرنیو طمعو او لاسوهنو له کبله جگړي او کړاوونه زغملي او تر اوسه ئې اغېزې همدلته موجودي دي. خو نن موږ د هغه همکارۍ او یووالي پر ځای چي اسلام ورته رابللي یو؛ د یو بل په مقابل کي ولاړ یو.


له همدې امله موږ له دواړو اړخونو نه د هر ډول فوځي اقدام ودرولو غوښتنه کوو چي د حالت د لا پېچېدل کېدلو سبب کېږي او یوه جدي سیاسي مکالمه دي پيل کړي تر څو اختلافات له منځه یوسي او امن او ثبات تأمین کړي.


همدلته اسلامي نهضت د لويو اسلامي هېوادونو له مشرانو غواړي چي د اغېزمن منځگړیتوب لپاره عاجل اقدامات وکړي، دا تاوتریخوالی پای ته ورسوي، دایمي اوربند رامنځته کړي، د تفاهم لاري پرانیزي او دایمي سوله تأمین کړي داسي چي د حقونو ساتنه وکړي او د وینو بهېدل ودروي. الله تعالی فرمایي: وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا.

ځکه چي د وروڼو تر منځ پخلاینه او سوله کول یوه شرعي وجیبه ده.


موږ له دیني علماءو، سیاستوالو او د دواړو هېوادونو د مدني ټولنو له ځواکونو نه هم غوښتنه کوو چي د حالاتو په آرامولو، د عقل د ږغ په غالب کولو او د دواړو اسلامي هېوادونو تر منځ د شخړي د ترمیم لپاره جدي هڅي وکړي او د عادلانه سولي پر لور گام پورته کړي.


ټوله اسلامي نړۍ؛ له ختیځه تر لوېدیځه؛ پاکستان ته د یوه قوي ملت لرونکي او د امت د قضيې ملاتړ کوونکي هېواد په سترگه گوري. همدارنگه افغانستان ته؛ هغه هېواد ته چي له اوږده جهاد وروسته ئې صبر وکړ او بریا ئې تر لاسه کړه او اوس د تعمیر په پړاو کي دئ؛ تمه ترې کېږي چي ثبات ومومي او وده وکړي.


اما دا اهداف پالل او سر ته رسول هغه وخت ممکن کېدلی سي چي دوی د انتقام له احساساتو نه راووځي. الله تعالی فرمایي: وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ. 


الله تعالی دي پاکستان او افغانستان د خپلو ولسونو لپاره د امن او ثبات زانگو وگرځوي او د بشپړي اسلامي نړۍ لپاره دې د خیر او سولي ذریعه وگرځوي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.


ډاکټر صلاح عبدالحق

د اخوان المسلمين د عمومي مرشد د چارو سرپرست

پنجشنبه، ۲۴ ربیع الآخر ۱۴۴۷هـ | د ۲۰۲۵ع کال د اکټوبر ۱۶مه




Comments