په زندان کي د اخوان المسلمین د حالاتو عیني شاهد! لیکوال: عصام سلطان

د زندان له ۱۴ پنجرې نه چي زما څنگ ته ده د ۷۰ اویـا کلن انجینر ابراهیم ابوعوف د غاښ د عصبي درد په سبب د هغه د سخت کړاؤ ږغ راځي؛ دی د مجلس شعب الثورة (د انقلاب د ولسي شوریٰ) د کورونو جوړولو کمېټې رئيس وو او د "الحرية والعدالة گوند - منصوره" څانگي عمومي منشي پاته سوی دئ.


ابوعوف د خپل زندان په کوټه کي د درملني لاري چاري لټوي خو نه ئې مومي؛ ځکه د غاښ برش او پېسټ بند دي، هر ډول درمل منع دي حتیٰ د درد ضد گولۍ هم نه ورکوي. موږ ټول په لوړ ږغ د زندان ساتونکي را بولو خو هيڅوک جواب نه راته وایي.


څو ورځي وړاندي د زندان ډاکټر او د استخباراتو افسر موږ ته وویل چي دوی ته امر سوی چي: "ماشیان به بند کوئ!" یعني بندیانو ته به د هیڅ کومي ستونزي جواب نه ورکوئ او نه به ئې ستونزي ور حل کوئ. د ابو عوف د غاښ د درد له ډېر شدت سره د زگېروي او فریاد ږغونه هم زیاتېږي.


احمد عارف؛ چي د خولې او غاښونو ډاکټر او جراح دئ د “نظّارې” مخ ته درېږي او د ابوعوف سره اوږد بحث کوي؛ هدف ئې دا دئ چي معلومه کړي چي د ده په کوټه کي داسي څه سته چي کار ترې اخیستلی سي؟!

ابوعوف ته د دولتي صابون یوه وړوکې ټوټه په لاس ورځي (چي د نړۍ له تر ټولو خرابو صابونونو څخه دئ).


عارف مشوره ورکوي چي د همدې صابون په ټوټې سره دي خپلي ورۍ وموښي. زه حیران سوم خو چوپ پاته سوم. احمد عارف وضاحت ورکوي چي په صابون کي موجود الکولي مواد د خولې هغه تېزابونه بې‌ اغېزي کوي چي عصبي دردونه پیدا کوي. ابوعوف هم په مشورې عمل کوي؛ درد له منځه ځي او سړی په ارامه خوب کوي.

سهار چي کله مخبران په پټه راځي تر څو ځانونه له حالاتو خبر کړي؛ چي څنگه له کیسې خبر سي نو ناهیلي کېږي.


همداسي زه د خپل فولادي پنجرې (چي ۱۳ شمېره ده)؛ د دروازې له څو سانتي‌ متره لوړ سوري نه څارنه کوم؛ دوی دې کوچني سوري ته "نظّاره" وایي؛ خو زه ئې "بالکني" بولم. زه له همدې کوچني سوري نه د مصري نظام او اخوان المسلمین تر منځ دا زوروره لوبه يا جگړه گـورم.


نظام تر دې مهاله د شکنجې او زور زیاتي هر ډول وسایل کارولي دي؛ له خوراک، اوبو، درملني، لیدنو، کتابونو او ورزش له منع کولو نه نیولې بیا د مرمیو، سوځونکو موادو او پولیسي سپیانو تر کارولو پوري. دا هر څه د اخوان المسلمین د تابع کولو په موخه تر یوه سنجول سوي منظم پروگرام لاندي ترسره کېږي او ما تر اوسه لا داسي څوک نه دی لیدلی چي تسلیم سوی وي او یا دي شاته سوی وي.


مصطفیٰ عبدالعظیم چي ۳۰ کلن ځوان دئ؛ همغه سړی چي د ۲۰۱۳ع کال د جون پر ۳۰-مه ئې د مکتب الارشاد په مخکي یوه ویډیو خپره سوه چي په هغې ویډیو کي څو بدمستو کسانو د چاړو او خنجرونو واري ورباندي وکړل؛ اوس پر ده د اعدام حکم صادر سوی دئ. دی د نظمونو له زمزمه کولو نه منع کېږي او ډېری نظمونه او ترانې ئې طبعاً اسلامي دي؛ یوه مشهوره ترانه ئې دا ده: "شفت الفار السندق اللي أكل البندق."


جـ.هاد الحداد چي ۳۵ کاله عمر لري او ۳۴ کیـلو وزن ئې له لاسه ورکړی دئ؛ نوموړی پر خپل زنگون له ستر تومور نه کړېږي؛ څو ځله بې‌ هوښه سوی خو بیا هم له درملني محروم ساتل سوی دئ. اما د دې ټولو باوجود؛ دی په خپل فکر، خوځښت، هڅو او نوښتونو کي مصروف وي. د ده وروستۍ لاسته راوړنه هغه مشهوره مقاله وه چي په نیویارک ټایمز کي خپره سوه او د همدې مقالې له امله د زندان ادارې هغه ته سزا ورکړه.


احمد عارف چي ۳۷ کلن دئ او ۴۹ کیلو وزن ئې له لاسه ورکړی دئ؛ د ملا د تیر له عارضې کړېږي؛ دی په کامله معنیٰ د یوې انسائیکلوپیډیا په څېر د پراخ علم څښتن دئ. یوازي د غاښونو په طب کي نه بلکي د قرآن په تفسیر، فقه او نورو علومو کي هم ځانگړی مهارت لري. دی په ډېر جرأت سره د محکمې په مخ کي ودرېدلی تر څو د دې زندان رواني شکنجې او ظلمونه رسویٰ کړي؛ یعني پرته له دې چي د خپل زندان‌ له ساتونکو او شکنجه‌ کوونکو نه چي د ده پر پنجره پوره واکمن دي او غچ ترې اخیستلی سي ووېرېږي.


حسن القباني چي ۳۳ کلن با استعداده او زحمت‌ کښ خبریال دئ؛ تل فعال او خوځنده وي او بېلابېل موضوعات را پورته کوي. تر ټولو په زړه پوري اړخ ئې دا دئ چي تل خپل نېک سیرته مېرمن ته له میني او روماني احساسونو نه ډک اشعار لیکي؛ داسي منظمه شاعري چي په ما او نورو ملگرو کي هم د حسد او رشک احساسات را وپاروي.


نو یقیناً موږ د یوې داسي مذمومي برنامې سره مخامخ یو چي هدف ئې د زندانیانو ماتول، ځپل او د دوی ارادې له منځه وړل دي؛ خو څلور کاله تېر سوي او د دوی دا هڅي بې نتیجې پاته دي. ښایي برعکس؛ دا د زندان د ادارې خپله روحیه ده چي له ماتي سره مخ سوې ده.


اخوانیان خپل وختونه په لمونځونو، روژو او قيام الیل کي تېروي او د ماښام او ماخستن تر منځ خپلي منظمي ورځنۍ برنامې لري چي په هغو کي لېکچرونه، سیالۍ او فکري تاملونه (غور، فکر او تدبر) شامل دي. دوی د قرآن کریم د حفظ او بیا کتني پابند دي او هڅه کوي د ډاکټر صفوت حجازي نه اجازه (سنَد) ترلاسه کړي؛ اما د زندان ادارې دی د نبوي سیرت، د امهات المؤمنین او د بنی اسرائیلو د تاریخ په اړه د خپلو قیمتي درسونو د دوام نه منع کړی دئ.


خلیل العَقید بیا هره ورځ موږ ته د "قیامِ ارطغرل" (سریال) د لړۍ کیسې داسي اوبدلي بیانوي؛ لکه موږ چي خپله دا سریال په خپلو سترگو گورو.


زما او د اخوانیانو تر منځ د ډېرو عمومي موضوعاتو، دريځونو او پرېکړو په اړه بحثونه کېږي. ډېری ئې له ما سره تعامل او نرم چلن کوي خو لږ شمېر کسان په دې باور دي چي جماعت هیڅکله تېروتنه نه کوي او تل سم وي. د ځوانانو لپاره داسي تُند دريځ ښه نه دئ.


کله چي ما خپل لِکچر د ترکیې او د هغې د معاصر تاریخ په اړه پای ته ورساوه؛ ما د اسلامي خوځښت د پرمختگ بهیر له هغه وخته وڅېړی چي کله خلافت نسکور سو؛ بیا تر دې وخته چي د نجم‌الدین اربکان په مشرۍ "د رفاه گوند" جوړ سو. وروسته مي د هغو ځوانانو د ډلي یادونه وکړه چي له اربکان نه بېل سول؛ لکه رجب طیب اردوغان، عبدالله گل او احمد داؤد اوغلو او دا چي د "عدالت او پرمختگ گوند" ئې تاسیس کړ؛ د سیاسي پوهاوي پر بنسټ ئې په سیاست کي گډون پیل کړ او تر اوسه ئې په ډېرو برخو کي بریاوې ترلاسه کړي دي.


د دې لِکچر تر پای ته روسېدلو وروسته دوه توند غبرگونونه مخي ته راغلل: یو د اخوان المسلمین د "مکتبِ ارشاد" د یوه مخکښ غړي لخوا او بل د منتخب ولسمشر شهید محمد مرسي د ټیم د یوه مشر لخوا نه. لومړي وویل: "د اردوغان تجربه به حتماً ناکامه کېږي."

او دوهم وویل: "زه د اردوغان گوند اسلامي نه گڼم؛ په ترکیه کي اصل اسلامپال اخوان المسلمین دي."


او کله چي مرشد ډاکټر الکتاتني او یو شمېر نورو مشرانو ته دا تبصره ورسېدله نو هغوی دا تبصره وغندله او وضاحت ئې وکړ چي دا د دوی شخصي نظر دئ چي د اخوان المسلمین د رسمي دریځ نمایندگي نه کوي.


ډېر وخت مي دا نیت کړی چي له مرشد سره د ځینو حساسو او پېچلو مسایلو په اړه خبري وکړم؛ په ځانگړي ډول د هغو قضیو په تړاؤ چي اخوان المسلمین ئې په اړه تېروتني کړي؛ خصوصاً د جنورۍ تر انقلاب (د عربو پسرلي) سمدستي وروسته. خو ژر ځان بېرته تم کړم؛ ځکه زما په مخ کي یو پوخ عمر لرونکی شخصیت او ستړې ۷۵ کلنه څېره ولاړه وي؛ داسي سړی چي له سختو ناروغیو سره لاس‌ او‌ گرېوان دئ؛ د غاښونو فطري جوړښت ئې نسته او د بواسیر له مرضه کړېږي چي نه د موټر پر څوکۍ کېنستلی سي او نه د محکمې په تالار کي. دا با جرأته سړی تر اوسه د محکمې نږدې ۷۰۰ ناستو ته حاضر سوی او هغه ته شاوخوا د ۲۰۰ کلن بند حکمونه صادر سوي دي؛ حتیٰ د اعدام سزا هم ورته اورول سوې ده. خو د دې ټولو زحمتونو سره سره نه شکایت کوي او نه ئې له خولې آه راوځي.


دی د صبر او استقامت یوه بې‌ سارې بېلگه ده؛ زه شرمیږم چي له ده کومه پوښتنه وکړم. زه د ده د هغه تلــپاتي خوږې مُسکا او د لونگو د هغو دانو د ډالۍ له امله مننه ترې کوم چي په هره غونډه کی ئې ما ته راکوي. اخوانیان په پاک زړه، اخلاص او د الله سره د ميني په حالت کي ژوند کوي او د وطن پر وړاندي د دوی احساسِ مسئوليت له دوی نه د صبر او ثابت‌ قدمۍ غوښتنه کوي.


خو آیا يوازي اخلاص او ثابت‌ قدمي د يوه تمدن د جوړولو لپاره بسنه کوي؟! په داسي حال کي چي دوی د واک، سياست او واکمنۍ د وسايلو او اړيکو له لارو چارو ناخبره ول او بيا ئې هم ځانونه پکې ورگډ کړل.


ما له اخوانیانو وپوښتل: تاسو د اخواني حلقاتو (اُسرو) په داخل کي کوم نصاب لولئ؟! دوی راته وويل: موږ فقه، عقيده، تفسير، دعوت او… لولو؛ بس همدا.


ما له دوی وپوښتل: آيا تاسي د سياست، عامه قوانينو، اقتصاد، د مصر د معاصر تاريخ يا د مصري ټولني په اړه هم څه زده کړه کوئ؟ دوی وویل: نه!


ما ور زياته کړه: نو بيا مو څنگه د يوه داسي واقعيت د حکومت او ادارې تصور درلودو چي نه مو د هغه ژوروالی پېژانده او نه ئې پراخي، چیلنجونه او نور ابعاد درک کولی سئ؟! د دوی ځوابونه بېلابېل وو؛ خو د حېرانتيا ځای یو وو.


یعني د بلي ورځي په سهار يوه ځوان مشر ماته په جذباتي انداز وويل: موږ اسلام لولو او اسلام يو بشپړ او هر اړخيز نظام دئ چي د ژوند ټولي برخي محتویٰ کوي؛ آیا دا بسنه نه کوي؟!


ما ورته وويل: هو! اسلام يو بشپړ نظام دئ؛ په هغه کي دعوت، فقه او تفسير شامل دي او همدارنگه سياست، اقتصاد او ټولنه هم موجوده ده؛ ځکه چي دا يو جامع نظام دئ. خو تاسو دلته يوازي يوه برخه لولئ؛ یعني یوازي دعوت او په هغه پوري تړلي برخي ئې او بله برخه ئې پرېږدئ؛ هغه سياست، د هغه غوښتني او اړوندي چاري دي او دا د هغه دین شموليت ته زيان رسوي چي تاسو ئې دعوه کوئ!


هغه جواب راکړ: چي تر څه وخته زه د دعوت پر چلن عمل کوم؛ یعني که هغه په حکومت او سیاست کي دننه وي او یا ترې بهر؛ نو پر ما څه ملامتي نسته.


ما ورته وویل: نه! او تشريح مې ورکړه چي د دعوت ډېر اصول او قواعد د سیاست د قواعدو او اصولو پر خلاف دي: په دعوت کي وخت د درملني یوه مهمه برخه ده؛ د تدریجي اوصولو له مخي چي د انسان له عقل سره مناسب وي. اما په سیاست کي د وخت تېرېدل د ستونزو د پراخېدلو او لا پېچلتيا سبب کېږي؛ ځکه هم باید پر وخت عاجلي او مستقیمي پرېکړي تر سره سي؛ کنه وو نو ستونزي پر تاسو حاوی کېږي او مخالفین به له وخته ستاسو پر ضد گټه پورته کړي.


همداسي په دعوت کي د خلکو د نیتونو ښه گڼل یو اصل دئ (یعني خپل ورور ته اويا ځله بخښنه لټوه!). اما په سیاست کي د بد نیت لیري کولو هیڅ امکان نسته؛ یو څوک ممکن تاسو ته د تقویٰ او عبادت بڼه درښيي خو په حقيقت کي د غدارۍ او ضد پلانونه درته جوړوي.


همداسي که تاسو وغواړئ په دعوت کي کولی سئ عزت هر چا ته ورکړئ. اما په سیاست کي چي ستاسو عزت یا د کوم بل وگړي عزت ته څوک زیان ورسوي؛ له هغه سره باید سمدستي قانون چلن وسي؛ که داسي ونه سي نو عزتونه تر پښو لاندي کېږي او ټولنه خرابـېږي.


په دعوت کي یوازنۍ وسیله وعظ او لارښوونه ده او بس؛ پر تاسو دا اجباري سوې نه ده چي تعمیر یا ئې عملي نفاذ هم وگورئ: لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُم.


خو په سیاست کي د وعظ او لارښووني ځای نسته؛ یوازنۍ لاره د مشروع ځواک کارول دي تر څو د اساسي قانون، قوانینو او د عدالتي پرېکړو عملي کول یقیني سي؛ ځکه له تاسو توقع کېږي او تاسو پر دې مکلف یاست چي د خپلو سیاسي برنامو مطابق د هغوی پایلي تر لاسه کړئ؛ دا ځکه خلکو تاسو د ښه ژوند د برابرولو لپاره منتخب کړي یاست!


په عمومي توگه که یوازي د دعوت قواعد پر سیاسي کړنلاري تطبیق کړئ، سیاست ناکامه کېږي او دعوت له منځه ځي. او که دواړه سره گډ کړئ نو متضاد میتودونه رامنځته کېږي او لاري به گډي کړئ او ستاسو کړني به خلکو ته د حیرانتیا او تعجب وړ ښکاري.


په حقیقت کي هغه څوک چي ټول مهارتونه او وړتیاوي ئې یوازي پر دعوتي بنسټونو جوړي کړي وي او د ژوند ډېره برخه ئې د داعي په توگه تېره کړې وي؛ د هغه لپاره سیاسي عمل ترسره کول گران یا اصلاً ناممکن دئ. نو اړینه ده چي د داعي او سیاسي شخص دندي جلا او له تخصص سره مل وي؛ خو دا هر څه باید د اسلامي جامع مرجعیت په چوکاټ کي ترسره سوي وي؛ چي د ارزښتونو، اخلاقو او تمدني حدودو لاندي ټولي دندي تخصصونه، تگلاري او وسایل په ټولنه کي رڼا او لارښوونه ترې ترلاسه کړي.


ځوانان په دې ډول جدي او بې تعصبه خبرو اترو کي فعاله ونډه اخلي او گوري چي مهمه ده چي نوي هڅي او طرحي رامنځته سي چي له روانو پېښو سره مناسبي وي او د سیمه‌ ییزو او نړئوالو نويو حالاتو سره د معاملې وړ وي؛ یو روښانه لیدلوری (وِژن) جوړول مهم دي. اما ځیني مشران دا اړتیا نه احساس کوي.


په متلونو کي وايي: تاریخ ځان بیا تکراروي او ځیني بیا وايي: تاریخ ځان نه تکراروي. هر نظر که سم وي؛ اما زه په دې باور یم چي تاریخ په حقیقت کي ځان بیا تکرار کړی دئ.


د تیري پېړۍ په پنځوسمو کلونو کي جمال عبد الناصر د اخوان المسلمین د له منځه وړلو پرېکړه وکړه؛ خو عبد الناصر له منځه ولاړ او اخوان پاته سو؛ بلکي اخوان د خپل فکر د اخلاص او په زندانونو کي د ثابت قدمۍ او مقاومت په برکت تر پخوا هم ډېر ځواکمن سو.


اخوان المسلمین بیا را ستون سو تر څو نوې مرحله پیل کړي؛ خو دا مرحله په حقیقت کي پخوانۍ وه؛ دوی بیرته سیاسي عمل پیل کړ، د دعوت قواعد او مفاهیم ئې وکارول، خو د سیاست واقعیتونه، پېچلتیاوي او پټ رازونه ئې درک نکړل،

او خیانتونه ئې هم نه وو څارلي. دوی بیرته سیاست د ښه نیت، وعظ او لارښووني له لاري ترسره کړ او د پنځوسمو کلونو پېښي په پراخه کچه تکرار سوې؛ البته دا ځل د جمال عبد الناصر د ځایناستو په لاس.


د نظام او اخوانیانو تر منځ د سیالۍ یا جگړي څلور کلونه تېر سوي او ساعت ښيي چي لوبه خپله وروستۍ شېبې تېروي؛ آیا پای به د نمرو په شکل وي او که به په قاطعه ضربه؟! والله أعلم.


عوام د نظام له څوکیو نه د اخوانیانو د څوکیو پر لور د بدلون په حالت کي دي؛ نظام (دولت) دوی ته هغه "مهربانه لاس" ورنکړ چي له دوی سره ئې ژمنه کړې وه بلکي دوی (ملت) ته ئې زهرجن لاس ورکړ او ډېر ژر د اخوانیانو څوکۍ ډکي سوې.


داسي ښکاري لکه تر اوسه چي نظام لږ تر لږه دې بدلون ته پام نه دی کړی؛ سره له دې چي ډېري سترگي او څارونکي لري. یا کېدی سي د خپل ځواک او واک په غرور کي غرق وي او یا هم د خپل سر سختي، متکبرانه او د پخوانیو عادتونو د پرېښودلو د ناتوانۍ له امله؛ دوی هغه د فکر خاوندان چي دوی ته نه تسلیمېږي؛ په زور تابع کولو ته اړ کوي.


د ۲۰۱۲ع کال په پیل کي د اخوان لومړي سیاسي مسئول ماته وویل چي دوی له خلکو نظر پوښتنه ترسره کړې تر څو د اخوان المسلمین محبوبیت اندازه کړي. د پایلي له مخي ئې د د دوی محبوبیت د پام وړ ډول کم وو چي د ۱۲٪ او ۲۵٪ تر منځ وو. خو بیا څو ورځي وروسته ولسمشر مرسي د پارلماني ټاکنو اعلان وکړ؛ سره له دې چي د نظر پوښتني له پایلو خبر وو.


زه د دې حق شاهدي وایم؛ که چا ته مهمه وي او یا نه وي.


د رابعې د اعتصاب د ختمېدلو په اړه د خپلي مقدمې په وروستۍ غونډه کي یو ډگر جنرال زما خواته رانږدې سو او په غوږ کي ئې سرگوشي او پوښته وکړه: دا کيسه به کله پای ته ورسېږي؛ ښاغلې عصام؟! موږ ډېر ستړي سوي يو او هېواد له منځه تللی دئ!!


ما په آرام ږغ جواب ورکړ: زه به تا ته د مصالحې یا د نظام د تسلیمۍ یا هم د اخوان د تسليمېدلو په اړه خبره نه کوم بلکي یوه بله خبره درته کوم: د هغو خلکو پر ضد قانون په کامله معنیٰ او ټکي په ټکي تطبیق کړئ چي ستاسو په مقابل کي ولاړ دي، د آزادو او منصف قاضیانو په مرسته او له ټاکل سویو تضمینونو سره او د زندانونو قواعد هم په بشپړه توگه عملي او اصلاح کړئ او بس!!


په داسي حالت کي به د انصاف احساس په زړونو کي رضایت پیدا کړي او په نتیجه کي به ئې مطمئن خلک د هري موضوع د بحث او مباحثې لپاره تیارېږي او بیا به د سختو ستونزو لپاره د حل لاري او نوي نظریات رامنځته سي. لکه څنگه چي په تاریخ کي په درځنونو قومونو او ملتونو تر موږ هم ډېر بد ترین حالات تجربه کړي دي؛ یعني په زوړ او معاصر تاریخ کي. برعکس بیا د ظلم، جعل سازۍ، بې معنیٰ خندوونکو تورونو او زندانونو او د شکنجې په دوام سره یوازي د مقاومت سبب کېږي او د مخالف ثابت قدمي زیاتېږي او ستونزې به نور هم دوام کوي او یا به نور هم شدّت پیدا کوي.


ډگر جنرال جواب راکړ: ستاسو مطلب دا دئ چي دا محکمې او د هغې دوسیې به هم لکه د نورو عادي محکمو په څېر وي؟! نو اخوانیان به بیا سبا سهار له زندانه وځي او خلک به بیا هغوی ته واک ورکوي! ما په بشپړ باور سره وویل: بالکل.


لــنـــډه دا چي هغه څه چي زه ئې وینم او شاهدي ورباندي ورکوم: اړیني حل لاري په زهرجنو فضاوو کي نه را منځ ته کېږي او آزاد او مخلص خلک د فشارونو پر وړاندي نه تسلیمېږي؛ خو هغوی په ښو خبرو، د حق او عدل په ویناوو تفاهم ته چمتو کېدلی سي. د باندنیو ډلو او غــلو تگلاري به فقط ستونزي نوري هم پېچلي کړي.


په زندان کي د اخوان المسلمین د حالاتو عیني شاهد!

لیکوال: عصام سلطان

ژباړه: محمد هاشم شاهین



Comments