کلونه وړاندي د کلابندي سيمي په جنوب کي پر یوه شاړه زمکه د متحده عربي اماراتو له خوا يو روغتون جوړ سو. خلکو پوښتني کولې چي ولي په داسي ځای کي روغتون جوړېږي؟! ځکه هلته نه څوک هستوگن ول او نه کوم بازار موجود وو.
کله چي جگړه سخته سوه او خلک له شمالي برخو نه جنوب ته په زور کډوال کړی سول، هماغه سيمه د دښمن لخوا د "انساني زون" په نوم وپېژندل سوه. په نقشو کي دوه شيان واضح ول: يو اماراتي روغتون او بل د اوبو هغه نوې پروژه چي له مصر نه ئې د څښلو پاکي اوبه د دې ښار جنوب ته راوړلې. دا پروژه هم اصلاً د ۲۰۲۵ع کال په اگست میاشت کي افتتاح سوه؛ بالکل همغه وخت چي کله ملعون قام پر دې ښار د بشپړي قبضې اعلان کړی وو.
ځيني خبريالان او څارونکي وايي: دا پروژې اوس یقیناً د خلکو د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دي؛ خو دا پوښتنه لا هم پر ځای پاته ده چې آيا دا کارونه د اوږدمهاله انساني مرستو لپاره ترسره کېږي او که د نورو پلانونو کومه برخه ده؟!
نن هم خلک پر دې غور کوي؛ هغه روغتون او د اوبو لاین چي کلونه وړاندي جوړ سوي؛ آيا هغه د مرستي لپاره ول او که د راتلونکي يوې ستري نقشې او ناروا پلان برخه؟!
ليکنه: حسن عبود (د مقدسي سیمي خبریال)
ژباړه او لنډیز: محمد هاشم شاهین
Comments
Post a Comment