د قامپرستانو تېروتني؛ د نجیب او غني په ارتباط د قامپرستانو حساسیت! شاهین

 پښتانه قامپرستان په عموم کي ډېـر سطحي خلک دي؛ جذبات او احساسات ئې ستري سلاوي دي چي ځوان قشر پرې مجذوب کولی شي؛ دوی د نورو سیاسي وگړو په څېـر پسته ډیپلوماسي نلري؛ بس د هري ستونزي په ارتباط ډېـر ساده ځواب وايي او همدلته اکثر وخت ناکام شوي وي؛ مثلاً د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي: "دا ډېـره حیرانونکې ده چي خلک اشرف غني او زېلینسکي سره پرتله کوي؛ د پاکستان دا ډول پرتله د افغانانو تر منځ د داخلي تعصباتو څخه دي؛ دوی ولي ډاکټـر نجیب او زېلینسکي نه سره پرتله کوي؟! وړاندي له دې چي دوه سره پرتله کړو باید دواړه دقیق وڅېړو!"


دلته به نوموړي ته د استاذ وحید الله مصلح صاحب مناسب ځواب ورته ولیکم چي: "زيلېنسکي خو دستي ساعت تېښته نه ده کړې، نجيب خو د فرار عزم کړى وو، له هوايي ميدان نه په شا تمبول شوى وو او بيا يې له ناچارې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخېستې وه."


دلته دا یو وضاحت اړین دئ چي ووایو چي کله ولسمشر غني د تېښتي اراده وکړه نو ارگ ته طیاره ورغله؛ خو نجیب ته دا آسانتیا ورپه برخه نشوه؛ خپل پړسول شوي خوگ(دوستم چي نجیب ته په دشمنم تمام شو) له میدان نه بیرته وشړی او ...


خو دا چي داوړ د نجیب پر فرار پرده اچوي او غواړي هغه داسي اتل وښيي چي د هیواد د ګټو ساتنو او یا د هیواد سره د عشق په مناسبت ئې د ملګرو ملتونو په دفتر کي پناه واخیستله؛ په ښکاره د تاریخ تحریف دئ! داوړ به شاید د خپلو املايي تېـروتنو پر مټ غواړي نور تاریخي حقایق او زمکني واقعیتونه نظرانداز کړي؛ او یا به د خپل بابا پر کارکردگي له شرمه بحث نشي کولی؛ ځکه بابا ئې د سیاسي اوړو پوزه ور پرې کړه؛ داوړه فقط یو څو میاشتي وړاندي د طیارو کیسه په ډېر شوق بیانوله چي نوموړی ئې تر کابله رسولی وو؛ موږ هم د ولسمشر غني د جگړي قطعاً طرفدار نه یو؛ دا ځکه بې گناه انسانان به تلف شوي وای؛ البته ویلی شو چي نوموړي کولی شول د واک د انتقال پروسه ئې په ډېـره آبرو مندانه شکل سرته رسولې وای؛ چي وروسته خلیلزاد همدا خبره وکړه.


دا ستونزه یوازي د دواړ نه بلکي د هر هغه قامپرست ده چي ّځان سیاستمدار بولي؛ تاسي کولی شئ چي د دوی په پرلتونو او لاریونونو کي د دوی سیاسي بصیرت او اخلاقي نمایش ننداره کړئ؛ دا چي داوړ به هسي هم په تېـروتنه سیاست ته راغلی وي او یا شهرت او ځان غوښتنې دې ځای ته راوستلی؛ دا چي نوموړي په پښتون تحفظ مؤمنټ کومي ډرۍ ووهلې له هغه نه ټول خبر یو؛ ځانته ئې مستقل سیاسي گوند اعلان کړ او... نوموړی په نورو سیاسي مسائلو کي هم ډېـر سطحي روان وي؛ مثلاً ډېـره کمه موده وړاندي چي کله د ډاکټـر هاتف مختار صاحب سره پر یوه ټلویزوني برنامه لائف را څرگند شو؛ هلته ئې هم غیر سیاسي او غیر ډیپلوماتیکي عقده یي خبري وکړې چي مختار صاحب ډېـر خوندور ځوابونه ورکړل او ډېر په صراحت سره ئې ورته وویل چي: "کله چي امریکا په افغانستان کي وه؛ تاسي هغه هیڅکله هم تقبیح نکړه؛ بلکي د هغه د بې واکه او لاسپوڅي رژیم حمایت مو وکړ چي افغانان به ئې وژل؛ او دا ستاسي د نېشنلیزم مکمل تاریخ ښيي چي کله پروند دلته د روسانو سره دا ملت جنگېدو؛ تاسي د نجیب، کارمل او امین تر څنگ ودرېدلئ او د هغوی حمایت مو کوی او د هغوی په آدرس مو خبري کولې؛ چي څنگه امریکا راغله بیا تاسو د هغوی د لاسپوڅو دولتونو حمایت پیل کړ؛ تاسي د افغانانو او په مجموع کي د پښتنو وژل نه دي غندلي؛ دا ستاسي د سناریو لوړه ژوره او ستاسي چپیانو پالیسي ده چي ملتونه د خپلو ایډیالوژي نه قربانوئ! همدا مو تاریخ دئ؛ بله موضوع دا ده چي تاسي وایاست چي پاکستان غواړي افغانستان د پاکستان یوه صوبه شي؛ ډېره عجیبه او ډېره غیرِ علمي خبره ده؛ غیر اکاډمیک/تعلیمي خبره ده؛ د فېسبکونو خبره ده؛ افغانستان د روسانو صوبه نشوه چي سوپر پاور وو؛ بلکي هغه خپله په لسگونو ټوټو تقسیم شول؛ د پاکستان صوبه به څنگه شي؟! داسي یوه غیرِعلمي خبره په یوه اکاډمیک او سیاسي بحث کي ډېـره بې معنیٰ خبره ده..." همداسي مخته نور بحث جاري ساتي...


د اشرف غني او ډاکټـر نجیب پرتله:


دا چي داوړ وايي زېلینسکي او غني مه سره پرتله کوئ او نجیب له زېلینسکي سره پرتله کړئ؛ دا پرتله خو وړاندي وشوه؛ اوس باید پر دې لنډ بحث وکړو چي د نجیب او اشرف غني تر منځ کوم شیان مشترک ول؛ لکه:


•   مثلاً دا چي دواړو ته د داسي نظامونو په تسلسل کي د اقتدار ګدۍ ور پاته شوې چي پر بهرنیـو قوتونو باندي د اعتماد او د همدوی د وحشیانه بمباردونو، وینو بهولو او قتل عام په ترڅ کي پر پښو ولاړ نظامونه ول.

•   دواړه د خپلو نظامونو وروستي واکمنان ول؛ دوی دواړو د خپلو نظامونو زوال او سقوط په خپلو سترگو ولیدی.

•   دواړو له یوې مفکورې ماته وخوړله او د دفاع قوت ئې له لاسه ورکړ؛ په داسي حال کي چي تر وروستي بریده ئې د جنگ اور بل وساتی.

•   دواړو د خپل واک په وروستیو ورځو کي د مذاکراتو او سیاسي اصولو ډول ږغوی خو ګټمن ځکه نه وو چي خپله ورته معتقد نه ول.



د قامپرستانو لویه نیـمگړتیـا؛ د رهبرۍ تشه:


"هغه پښتانه قامپرستان چې هغوی د رهبرۍ له تشې رنځېږي، هغوی نجيب د خپلو ارمانونو اسطوره بولي، دا پښتانه که د لر دي او که د بر، ښکته ورته نور البشر نويد په "ما ته غوږ شه" کې بنګېږي او دلته دې په سلو لارو ويشل شوي قامپرسته او سکولار پښتون جريان په مسيحا نيولی، دوی چې په ژونديو کې يو بل ته منونه دي او چيټاکی نه لري، په مړو پسې ځي او د کمي دا احساس هلته تکميلوي." (مضمون: 'د نجیب نرېټیف؛ پاکستان او پښتون سیاست'. دا مضمون پر گوگل کتلی شئ؛ استاذ وحید الله مصلح صاحب ډېر ژور بحث ورباندي کړی)


د همدې خبري د مثال په ډول وگورئ چي ښاغلي عبدالباري جهاني څه وايي: "زه د افغانانو د تاریخ د یوه شاګرد په حیث ویلای سم چي پښتنو په دې زیات و کم دریو سوو کالو کي د منظور پښتین په څېر رهبر نه وو درلودلی او که خدای مه کړه د هغه سیوری د پښتنو له سره کم سو پښتانه به بیا په پېړیو د داسي ځوان او محبوب مشر خاوندان نه سي."


زه د پښتین په اړه څه نه وایم؛ هغه د بحث موضوع نده؛ خو دغه پورتني عبارت ته فکر وړی یم؛ دا به په کومه کاټگوري کي تر کوم عنوان لاندي ونیسو؛ آیا دا همدا خبره نده چي رښتیا هم پښتانه قامپرستان د رهبرۍ له تشي رنځېږي؟! دا منم چي جهاني صاحب به حتما له پښتین نه متأثر وي خو دومره درانه توري همدا حقیقت ښه ځلوي او...


دا قامپرستان کله یو او کله بل اتل بولي؛ یو خواته په پښتین پسې ول خو وروسته ئې د بېلتون لار غوره کړه؛ په ټوټو ووېشل شول؛ تر اوسه ئې پر اشرف غني انتقاد په غصه کوي؛ نجیب ته د آئیډیال په سترگه گوري؛ فرانسوي ادیب وايي: "زما له هغه مظلوم نه نفرت دئ چي خپل جلاد ته د قدر په سترگه گوري." دا قامپرستان همهغه جلاد ستایي چي د زرگونو انسانانو د وژلو عامل وو؛ خو دا چي هغه د دوی قاتل نه وو او نه هم دوی د پښتنو حقیقي نمایندگان دي نو بیا فرق نکوي چي دوی څوک ستایي او څوک غندي! خو ستونزه دا ده چي دوی د دومره ستر جنایت کار تر ستایلو سمدستي وروسته بیا ځانونه د نړۍ تر ټولو مظلوم انسانان ښيي؛ د مکر اوښکي بهوي؛ دوی ته د ظالم او مظلوم تعریف چندان ارزښت نلري؛ دوی غواړي د تاریخ په بطن کي خپل وجود ثابت کړي؛ خپله مبارزه ريښه داره درخته کړي... دوی چي د لَـــر پښتانه اسلامپالو ته لا د افغانستان په قضیه کي د خبرو جواز نه ورکوي؛ ځانونه بیا د پښتون ټبـر اصیل وارثین ورته ښکاري او تل د افغانستان په مسائلو څېـړلو او د ناسور زخم ترې جوړولو کي مهم رول لوبوي...



د عدم تشدد ظالم او متشدد لارویان:


دوی د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر منځ د مذاکراتو مخالف دي؛ بلکي د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ هم د مذاکراتو مخالف ول؛ چي هغه نظام د دوی د سرپرستانو او سپارنسرانو پر فرار او زوال منتج شو؛ دا سخت دریځي قامپرستان په هیڅ صورت د موجوده نظامونو مخالفینو ته د ژوند کولو مجال پرېښودلو طرفدار نه دي، دوی د عدمِ تشدد تر عنوان لاندي د وزو په جامه کي متشدد لېوان دي؛ چي د نورو کورنیو په له منځه وړلو او ړنگولو د انتقام خوندونه اخلي...


دا واورئ! د نشنلیزم په قاموس کي رحم نسته، تاسي له نورو څنگه د رحم توقع کولی شئ؛ چي خپله مو دومره سخت زړونه دي او د بخښني پر ځای وحشي انتقام ته ترجیح ورکوئ! د طالبانو وروستۍ عمومي عفوه او ستاسي د حساب غوښتنه که سره پرتله کړل شي؛ کومه یوه به غوره وي؟! په داسي حال کي چي دې عفوي د زرگونو انسانانو ژوند خوندي کړ خو ستاسي د حساب غوښتنه به لا څومره ناورین زېږوي؛ له همدغو څرگندونو مو ښکاري چي دعوه او عمل مو یو پر بل لعنتونه وايي... حساب؛ یعني څه؟!


تاسي خبر نه یاست چي د دغو نظامونو حسابونه څنگه دي؟! او څوک ئې ډېر قرباني کیږي؟!! په غربي جمهوریتونو کي خو حسابونه د طیارو او ټانکونو په زور تصفیه کیږي همهغسي لکه ولسمشر غني چي تر فرار ډېـره کمه موده وړاندي د هلمنديانو او د هیواد د ټول ولس سره د طالب پر نوم حساب(وحشت) کوی! له مذاکراتو ئې وېره درلوده او همدا تاریخ ثابته کړه...


که د پاکستان د دولت حساب د طالبانو سره مناسب دئ؛ بیا نو د علي وزیر سره هم همدغه منصف نظام ښه تصفیۀ حساب کوي؛ د راؤ انوار سره هم پر همدې حساب قناعت وکړئ؛ دا بېــلتون پالنه مردوده وبولئ او د خپلو وروڼو ملتونو سره د امن ژوند پیل کړئ! هلته هم شرم وکړئ خاموش پاته شئ؛ چي په کومه کاسه کي ئې خورئ؛ مردارئ ته همهغه کاسه درسره وړئ! تاسي څنگه داسي متشددي غوښتني کوئ؟! تاسي خو ځانونه سپیني کوتري بولئ دا د لاښخورو Vulture صفات مو له کومه کړل؟!! د سولي چیغي وهئ! خو عملاً هیڅ نه کوئ! راشئ د وینو د ودرېدلو هڅي وکړئ!! له تشدده منکر شئ!!! د عدم تشدد فلسفه بیا ولولئ!!! بیا او بیا... البته که چیري واقعاً هم د عدم تشدد مفکوره موجوده هم وي.



د بــرو پښتنو نه کوم یو زموږ په ملي قضایاو کي د تبصرې/لاسوهني حق لري؟!


دا چي تېر نظام سقوط شو او د نوي نظام په ارتباط تشویشونه را پیدا شول؛ هر جهت خپلي سپارښتني درلودې؛ یوازي تښتېدلي چپ ول او شاید اجازه ئې هم نه درلوده/لري؛ دلته نو د بـــَر د پښتنو حالت د غور وړ وو؛ د دوی غالب گمان وو چي هلته به د طالبانو امارت حاکم کیږي، هغه که هر ډول نظام وي دوی به ئې اسلامي بولي او د همدې منسوب اسلامي نظام په اړه به خپلي عقدې او خوړینو زړونو بړاس د اسلامي شعائرو او عقائدو په تضحیک او مسخره کولو سره سړوي، د دوی متذلل افکار او سیاسي ایمان داسي بدلېــدو را بدلېدو، لنډ مثال ئې:


①  د نظام تر سقوط اوونۍ وړاندي: امریکا به طالبانو ته پر کابل د قبضې اجازه ورنــکړي.

②  د نظام تر سقوط سمدستي وروسته: طالبانو د امریکا په مرسته کابل ونیوی.


دوی وارخطاء شول، دا چي د تل په څېـر ئې مستقل فکر او ثابته ایډیالوژي نه درلوده، ځوانان ئې نورو برېــن واش کړي وو، هر ږیري او بگړۍ وال پښتون د پښتون دښمن ورته ښکارېدو؛ له هغوی ئې وېره احساسوله په داسي حال کي چي د دوی جامه او قیافه به په کامل ډول د پښتون کلتــور سره په ټـکر کي وه؛ خو بیا به ئې هم ځان د پښتنو مسیحا بللـــو.



د دوی بابا پخواني ولسمشر غني چي کله ویل: ”د سمیع الحق زوی څه حق لري چي زموږ برخلیک ټاکي؟!“


زموږ ځواب وو چي ښه خبره ده! هغه بد کوي چي څه وايي!! دا منو چي افغانان باید د خپل برخلیک او راتلونکي د ټاکلو په تړاؤ خودمختار او آزاد وي، خو دا تاسي بیا محسن داوړ او نورو ورته پاکستانیانو ته ولي دا اختیار ورکوئ چي د افغانستان په مسائلو کي غلیظه خوله وښوروي؟! افغان سیاسیون سپک یاد کړي، د هغوی مقاومت نقد کړي یا خو به دوی دواړه(محسن داوړ او د مولانا سمیع الحق زوی) افغانان/پښتانه وي او یا به دواړه پاکستانیان؟! یا به دواړه منع او غندل کیږي او یا به دواړه تر کابله په افغاني هیلي کاپټرو کي په عزت ورسول کیږي او زموږ او د دوی د مشترک برخلیک په تړاؤ به زموږ د وجود د ټوټو په صفت مشاورت ورسره کیږي... دا څنگه قضاوت دئ چي هغه څوک چي تا ستايي هغه پر حق او څوک چي دي مخالف افغان ستایي هغه بیا ناحق؟!




Comments