د ده پر شهادت کلونه تېر سوي خو د فلسطين ستونزه لا هم د ده د بچیانو او زدکوونکو د فکر تر ټولو لویه برخه نیولې ده. حتیٰ هغه مشران چي د مقاومت سرلاري دي او دا په اثبات رسوي چي مقاومت ئې د بشپړي نړۍ پر وړاندي ټینگ ولاړ وو؛ دا ټول فقط د هغه انسان د عقیدې او فکر محصول وو چي د شهید حسن البناء د فکر او نظریاتو نه ئې الهام اخیستی وو.
هغه ستري پېښي چي د تېرو پېړیو د څلورمي او پنځمي لسیزي په وروستیو کلونو کي پېښي سوې؛ د هغه لویي اتلولۍ شاهدي دي. که څه هم جعلي تاریخ دا هر څه قصداً هېر کړي خو دا پېښي د انساني تاریخ په ثبتونو کي په داسي روښانه او پاکو حروفو ثبت دي چي هېڅ درواغ هغه له منځه نسي وړلی.
شهید حسن البناء په عمل او وینا؛ دواړو کي د جهاد د فريضې د ژوندي کولو رول ولوباوه. کله چي ئې په ۱۹۳۶ع کال او ۱۹۴۸ع کلونو کي خپل پیغام خپور کړ نو د خلکو هڅي ئې راپارولې، د مسئولیت يادونه ئې وکړه او په مهمو کتابونو کي ئې د جهاد فضیلت او د شهادت ارزښت لټاوه تر څو هغه خپلو ماشومانو ته وړاندي کړي؛ تر څو هغوی د عزت او کرامت په جگړه کي د سوخت د موادو په څېر سي.
زما لا هم هغه پېښه ډېره ښه په یاد ده چي د کلونو له تېرېدلو باوجود هم زما له ذهنه نه وځي؛ کله چي په ۱۹۴۸ع کال کي زه په خپل وطن سوهاج کي د جمعې د لمانځه اداء کولو په موخه د ښار تر ټولو ستر جامه جومات ته ولاړم؛ نو په جومات کي مي په ډېر حیرت سره ولیدل چي د مسجد خطیب: ورور انور محروس رحمه الله د منبر په سر په فوځي لباس کي ولاړ دئ او د جهاد فضیلت او د شهید د مقام عظمت ئې بیانوی. ده په ژورو، با مفهومه او غني الفاظو وینا کوله چي حاضرین ئې متأثر کړل. کله چي لمونځ پای ته ورسېدی خلک ئې پر شاوخوا راټول سول او د الله اکبر او الحمدلله شعارونه ئې زمزمه کول او د جهاد په لاره کې خپلي نقدي او ځاني مرستي د رښتیني ارادې او پاک نیت سره ورته وړاندي کړې.
زموږ ملگری له منبر نه راکښته سو تر څو رضاکاران وگوري چي د دوی پر څېرو د جهاد او شهادت د میني څرگندي نښي ځلېدلې؛ ځینو ئې خپل کورونه وپلورل او ځینو ئې خپلي غواگاني وپلورلې تر څو په جهاد کي برخه واخلي. آه! دا صحنه د ذهن په حافظه کي داسي ثبت سوه چي د هېرېدلو نوم نه اخلي؛ که څه هم کلونه پرې تېر سوي.
فقط څو ورځي تېري سوي وې چي زموږ استاذ، د بدني روزني ښوونکی، د مېړاني، جرأت او پاکۍ خاوند (مرحوم صلاح البناء) د فلسطین په جگړه کي د گډون لپاره خپل سفر اعلان کړ او موږ هغه پر خپلو اوږو کښېناوه او د ریل پټلۍ سټېشن ته مو وداع کړ. هلته د ”الله اکبر ولله الحمد“ شعارونه پورته سول؛ موږ هملته پوهه سوو چي دی د اخوان المسلمین غړی دئ.
زما زړه ډېر غوښتل چي د دې باوفا ډلي سره مل سم؛ خو زه یوازي ۱۳-دیارلس کلن وم ځکه دا کار ممکن نسو. خو همدا زما لپاره اخوان المسلمین ته د ننوتلو دروازه ثابته سوه او تر ننه د دې مجاهدي ډلي سره زما اړیکي سته.
زه دلته یادونه کوم او تاریخ هم دا یادوي چي (اخوان المسلمین) په فلسطین کي خپل رول ادا کړ او داسي کارنامې ئې ترسره کړې چي د فلسطین د فوځ قوماندانان (لکه لواء صادق، لواء المواوي او نور) ئې شاهد دي.
بس دومره به ووایو چي اخوان المسلمین په خپل پرمختگ کي د تل ابیب (مقبوضه بیت المقدس) نه فقط یو څو میله لیري ورسېدلي وو. خو افسوس؛ لکه د معمول په څېر زموږ عربي امت (واکمنانو) دوی مایوسه کړل. چي کله د فالوجا په سیمه کي د فوځ ځواکونه محاصره سول؛ زموږ مهربان ورور معروف الحضري رحمه الله عليه د محاصرې ماتولو او فوځ ته د مرستي په رسولو کي مهم رول ترسره کړ (د فوځیانو په دې ډله کي جمال عبد الناصر هم شامل وو). او د محاصره سوو ځواکونو د قوماندان (الضبع الاسود سيد طٰه) شهادت کافي دئ چي د دې هڅو ارزښت ترې څرگند سي.
دلته د اسلام دښمنانو احساس کړه چي دا نهضت په سیمه کي د دوی د گټو لپاره تر ټولو ستر خطر دئ او دا اسلامي بیداري چي د دې نهضت په مشرتابه کي موجوده ده به د دوی استعماري پلانونه وران کړي. دلته ئې نو د دوی پر ضد د سازشونو لړۍ پیل کړه؛ د شپې په تیارو کي ئې سازشونه وکړل، روابط ئې ونیول او د شر سفیران لکه انگلستان، فرانسه او امریکا په فاید کي سره یو ځای سول او د هغه وخت د مصر د لومړي وزیر محمود فهمي النقراشي سره ئې په توافق او پلان جوړولو دا پرېکړه وکړه چي د دې ډلــي فعالیتونه باید سمدستي متوقف او شتمنۍ ئې ترې ضبط سي؛ هغوی دا فکر کاوه چي په دې کار سره به دا نهضت له منځه یوسي.
د اخوان المسلمین رضاکار مجاهدین له فلسطین نـه سیده د الطور زندان ته ولېږدول سول او د سازشگرانو د ناولي دسیسې په نتیجه کي د ۱۹۴۹ع کال د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه امام حسن البناء په شهادت ورسول سو؛ د مظلوم امام ارواح د ظالمانو له شکایت سره د خپل رب پر لور ولاړه.
دا شیطانان نه پوهېدل چي د الله دعوت تل پاتی دئ؛ حق به حتماً بریالی کېږي او د حسن البناء ماشومان چي د الله په لاره کي د جهاد په ارزښتونو روزل سوي دي به د ده تر شهادت وروسته د دعوت او مبارزې توغ پورته کوي؛ ولو که د دوی په لاره کي هر څومره خنډونه راسي یا سازشونه ورته واوبدل سي؛ بلکي دا د دوی ایمان لا زیاتوي او پر خپل رب ئې باور لا پیاوړی کوي: الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ. ژباړه: هغه كسان چي خلكو (منافقانو) ورته وويل: "ستاسي پر خلاف لویي لښكري راغونډي سوي دي، له هغو څخه ووېرېږئ!". نو د دې په اورېدو ئې نور هم ايمان پياوړى سو او هغوی (مؤمنانو) جواب ورکړ چي زموږ لپاره الله كافي دئ او هماغه ډېر ښه كار جوړوونكى دئ.
د تاریخ پاڼي مخته رواني دي، وخت خپل جریان لري، د شر ځواکونه د فلسطین د زړورو بچیانو پر ضد راټول سوي او دوی ئې د ژوند له بنیادي اړتیاوو نه هم محروم کړي دي. خو د همدوی له منځه شهید احمد یٰسین او عبدالعزیز الرنتیسي (د حسن البناء زدهکوونکي) راپورته سول او د مقدس مقاومت توغ ئې اسماعیل هنیه او د مقاومت ډلو ته وسپاره. د الله وینا لوړه سوه، په ثبات او استقامت سره بریا ترلاسه سوه او هیلي ئې تحقق ته ورسېدې.
موږ بیا د خپل ستر شهید حسن البناء یادونه کوو؛ موږ د هغه لپاره د ده پر احسان اعتراف او هغه ته خالصي دعاءگاني کوو تر څو موږ هم د شهیدانو او صالحینو په صف کي شامل کړی سو او دوی څومره ښه ملگري دي.
ــــــــــــــــــ
رشاد البيومي - مقاله: حسن البناء، د فلسطين شهید! وېب پاڼه: نافذة مصر ۲۰۰۹ع کال
ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment