د ډاکټر نجیب الله سیاسي توبه!

موږ  انسانان یو؛ د زړونو له رازونو يوازي د دې ماشین جوړونکی خبر دئ او یا هغه څوک چي د چا په سینه کي نصب سوی دئ. نو ځکه به هم دا تېروتنه نه وي که له یو چا سره د هغه ”سیاسي توبه“ ونه منو؛ حدِاقل تر هغه وخته چي تر څو واکمن پاته وي.


دې ورځو کي د یوه دیکتاتور ویډیوگاني ډېري وائرل کېږي؛ یا شاید زما مخي ته ډېري راځي؛ همغه چي د هېواد حریم ئې په پردیو اشغال کړ او د ارگ شرف ئې تر پښو لاندي کړ؛ یو ولسمشر ئې له کورنۍ سره ترور کړ او بیا ئې د هغه د کورنۍ پر پاته سویو مېرمنو په زندان کي د زنای بالجبر کیسې هم زمزمه کېږي؛ د خپل بادارانو تر وتلو وروسته له خپلو مخالفینو (مجاهدینو) نه ډېـر ســر ټکوي؛ جناب د خپلي مسلمانۍ کیسې کوي، داسي لکه تازه چي مسلمان سوی وي؛ نوي مسلمان سوي سړي ته خپل د ایمان راوړلو کیسې ډېري خوند ورکوي؛ هغه غواړي خلک متأثر سي؛ د ایمان په ارزښت ئې پوه کړي او د دې تر څنگ د هغوی په ټولنه او زړونو کي خپله هم ځای پیدا کړي. یاد دیکتاتور همغسي کیفیت لري؛ له یوه او بل جهادي مشر نه گیلې کوي، خندونکې لویه جرگه ئې دائره کړې او هوائي وړاندیزونه ورته کوي؛ له ځانه ئې د سولي سپینه کوتره جوړه کړې او د سولي او هر ډول حل لاري گڼي طرحي لري اما له اقتدار او واک نه یو انچ نه تېريږي.


د کورنۍ جگړي باعث دئ او د بشارالاسد په څېر خپل ولسونه بمبارد کوي؛ کلونه تېر سوي، یرغلگر روسي ځواکونه وتلي خو د همغوی تر سایې لاندي اقتدار ته پورته سوی له څوکۍ د لېري کېدلو تصور هم نه کوي. د دې تر څنگ د صدام په څېر زړه ور هم نه دئ چي تر پایه په هېواد کي پاته سي؛ چي کله کـړۍ پر تنگه سي سمدستي د بېنن سېوان پر خوا منډه کړي چي په هوائي میدان کې د ده فرار ته نقشه برابره کړېده؛ له میدان نه ولي بیا د ملگرو ملتونو دفتر ته ستـنېږي؟! دا ځکه د ده د یوه جنگي قوناندان ملېشې ئې د هوائي میدان له دروازې شړي. د جنرالۍ افتخاري رتبه ئې ترلاسه کړې، په لسگونو نور مډالونه ورکول سوي، همغسي لکه عرب دیکتاتورانو چي پر سینو په درځنونو مډالونه ځړولي، ده هم سرو لښکرو ته مډالونه پر سینو ټومبلي، د خپل وفادارۍ ثبوت او بدیل ئې ورکړی، په فوځ او استخباراتو کي پر لوړو څوکیو پاته سوی، په قتلِ عام تورن دئ، لېننِ کبیر ته ئې د تعظیم مراتب وړاندي کړي او پنځه کلونه په کورنۍ جگړه کي ښکېل او یو قوي جهت پاته سوی؛ روسانو سلاوي او مهمات ورکړي خو بیا هم د خپلي واکمنۍ په تأمین کي ناکام دئ؛ په دې تناسب ئې د جرائمو کچه په یوازي ځان تر خپلو ټولو مخالفینو (مجاهدینو) درنده ده.


اما د تمثیل بیا زورور هنر لري؛ یو څو آیاتونه او احادیث ئې هم تازه زده کړي؛ ملت ته تأثر ورکوي چي د کمونیستانو وجود هسي دوی بد گڼلو؛ هغوی له دین سره دښمني نه درلوده؛ یو سیاسي خوځښت وو؛ هېواد ئې فقط د یو څه مودې لپاره سرو کفارو ته په اجاره ورکړی وو؛ د حال په ژبه وایي: ما وگورئ خو هم مسلمان یم او هم له اسلامه باخبر! هم لمونځ کوم، هم تسبیح اړوم او یوازي مي ږېره نسته کنه و تر خپل مخالفینو ډېر اسلامپال یم؛ د احساس کمترۍ ښکار او د مشرۍ له خلاء سره مخ قامپرستان بیا همدغو ادبیاتو ته تږي دي؛ د دوی ایمان خو هم د همده د کچي دئ او ده ئې بیا نبض هم ښه درکړی. د دوی لیډران لا ترې متأثر دي نو دا بېچاره گان خو له تاریخه هسي هم بېـخبره دي؛ دیکتاتور د مرحوم پاچا خان په جنازه کي هم د هغه د عدم تشدد د مبارزې کرېډټ یرغمال کولو هڅه کړېده؛ ځکه هم قامپرستان د ده دغو ویډیوگانو ته د خپل بائــبل (بغدادي پير) په څېر په تقدس قائل سوي.


سیاست له تمثیل پرته ممکن نه دئ او تمثیل د تېر ایستلو تر ټولو مؤثره حربه گڼلی سو؛ هغه سیاسیون چي پر سټېـجونو ډېر ژاړي یا رښتیا درواغ کیسې کوي او له حقائقو Facts نه د خلکو توجه اړوي هغوی کله هم رښتیني نه وي پاته سوي؛ چا چي هېواد وپلوری، سرې لښکري ئې راوستې همغه په ډېره بې شرمۍ وروسته دعوه کوله چي روسان ده ایستلي؛ آیا خندونکې خبره نه ده؟ همدا خبره ولسمشر غني هم تکراروله؛ مخالف خو ئې باور نه ورباندي کوي؛ یقیناً به پر خپلو خواخوږو قامپرستانو او سوسیالیستانو د انتهائي احمقانو گمان کوي؛ که داسي نه وو ولي به ئې دومره درواغجني دعوې کولې! هغوی هم له شکه پرته احمقان دي؛ ځکه مقدس جهاد ته د امریکا او روسیې خپل منځی تصادم وایي؛ خو افغانانو ته بیا په دې ټکر کي هیڅ مؤثره توصیه نلري؛ دوی ته که احمقان ونه وایو نو څه به وایو؟!!


زما هدف نه له افرادو او جهادي مشرانو دفاع ده او نه پر یوه مړه انسان بهتان تراشي؛ البته نه غواړم د جهادي مشرانو په تېروتنو هغه مقدس جهاد بدنام سي چي په لکونو ککرۍ ئې د بریا په لار کي ورغړېدې؛ هغه آزادي چي د دوی په وینه مو تر لاسه کړه نه خوښوم یو سوسیالیست او د لینن لاروی ئې یرغمال کړي. پر سیاسي مشرانو د نیوکي حق هم لرئ او د تائید ئې هم! خو د کمونیستانو د بقایه جاتو په خبرو کي مه راځئ او ویاړونه مو مه نظراندازه کوئ!! نوموړی که ښه و یا بد ما ته مهم نه دئ؛ ما ته حق ارزښت لري او حق دا دئ چي د روسانو په مقابل کي بریا زموږ دیني او ملي بریا وه؛ دا بریا د هېرولو نه ده. هر څوک که ئې نه مني هغه غدار او د آزادۍ دښمن دئ؛ پر غولونکو شعارونو ئې مه دوکه کېږئ!!!

Comments