حــزبوفوبیا! محمد هاشم شاهین

فوبیا (Phobia) د یو ډول رواني ستونزي نوم دئ. دا عارضه هغه وخت انسان ته پېښيږي چي هغه له کوم دلیل او موجب پرته له ځینو حالاتو، ځایونو، شخصیتونو یا نورو شیانو نه د ډېري زیاتي وېرې او کرکي احساس کوي.


د دوی وېره او کرکه د حقائقو او عادي حالت برعکس ډېره زیاته وي؛ کله کله داسي انسان په هیڅ منطق نه سي قانع کېدلی؛ دا د یوه نورمال انسان صفت نه وي؛ د کوچنیو موضوعاتو پر سر د دوی د زړه درزا ډېره سي، خولې پر را ماتي سي، بدن ئې بلگ وهي او د تېښتي هڅي پیل کړي او یا د نفس تنگوالی له امله غیرِ عادي وضعیت سره مخ سي؛ داسي کسان خطرناک وي؛ له دوی د دې حالت پر وخت د هر ناوړه او زشت عمل توقع کېدلی سي.


د دې عارضې یو څو مشهور مثالونه په دې ډول دي:

اجتماعي فوبیا (له خلکو او غونډو وېره)؛ اگورافوبیا (له خلاصو یا گڼو ځایونو نه وېره)؛ اکروفوبیا (له لوړوالي وېره - زه همدا ستونزه لرم)؛ کلاستروفوبیا (له بندو او تنگو ځایونو نه وېره)؛ زوفوبیا (له محلي حیواناتو وېره او کرکه لکه سپی یا پیشو)؛ ایروفوبیا (د الوتکي له سفره وېره)؛ اسلاموفوبیا (له اسلام او د هغه له شعائرو وېره او کرکه) چي تاسي کتلې چي د غرب مطلق اکثریت په دې وروستۍ فوبیا اخته دئ. که فوبیا ډېره شدیده سي نو د انسان د ژوند پر کارونو، اړیکو او ورځنیو چارو هم منفي اغېز کوي. درملنه ئې د رواني ناروغانو د معالج په واسطه په مختلفو تراپيو او یا هم د درملو له لاري ممکن کېږي...


نن سبا ئې په هېواد کي تر ټولو مختلفه او نوې بڼه انکشاف سوې ده؛ د خلیلزاد، زاویې، حماسې، انټرنېشنال او نورو گڼ شمېر پاڼو او بې شخصیته کسانو دا په اثبات ورسوله؛ دا عارضه "حـــ.زبو فوبیا" نومولی سو؛ په دې عارضې کي ناقص مثلث (ملحد، قامپرست او سیکولر) تر ستوني غرق دئ؛ د دوی ستونزه چي له امارت سره راځي دوی اسلام ښکنځي؛ البته د ملا په عنوان. همداسي که ئې کوم اسلامپال ته طبیعت خراب سي جـ.هاد او مجاهـ.دین ښکنځي او په رأس کې مشر جناب حکـ.متیـار صاحب. له دوی خو گیله نسته؛ د دوی خو ذات او ريښه له ملت او وطن نه پرې سوې ده. خو دا تش په نوم اسلامپال چي د دوی پر پلونو پښې ږدي؛ دغو احمقانو ته به څوک ووایي چي تاسي عملاً د همدغه ناقص مثلث تبر ته لاستی ورکوئ؟! دا کسان په بله لیکنه کي بیا ستاسو مشران هم تحقیروي!


زاویې د خلیلزاد په اړه لیکنه نشر کړه؛ خلیلزاد له قابو ووتی؛ سړې تبي ونیوی او خولې پرې راغلې، بدن ئې په لرزېدا سو، د زړه ضربان ئې زیات سو او چټو اوتو بوتو ته ئې مخه کړه؛ څومره به ښه وو که ئې د لیکوال پوښتنه کړې وه یا ئې منطقي ځواب ویلی وو چي: زه یو متقاعد امریکایي مأمور یم؛ په دې وطن کي ماته څوک چيري څوکیداري هم نه راکوي؛ زه افغانانو د یوه پردي په نوم او عنوان منلی او ثبت کړی یم؛ اوسنی نظام خو آن خپل جواز له لاسه ورکولی سي که ما ته کومه دنده راکړي. خو نه جناب د معقول استدلال پر ځای د حکمتـ.یار صاحب په اړه بې باکه او دروغجنه ژبه وښوروله؛ هغه څه ئې ولیکل چي په اثبات ئې نسي رسولی؛ یو اسلامي نظام کولی سي محکمې ته ئې را کش کړي او پر کوناټو ئې سل درې په دې ووهي چي ولي دي پر یو چا بهتان پوري کوې؟!

د همغه اسلامي نظام او ښکلي ورځي په هیله.


بله جالبه دا ده چي پر زاویې یوازي قانع، خلیلزاد او ورته نور احمقان استناد کوي؛ زاویې چي له خپل پلېټ فارم نه ئې پورن سائټ جوړ کړی او مکمله ورځ ئې د نظام تخریب ته کار ویلي؛ ځیني تش په نوم اسلامپال راځي د همدې فاسدي پاڼي حوالې ورکوي! دوی ته شرم په کار دئ.

Comments