په جگړه کي د اسلام معیار! محمد هاشم شاهین

 لطفاً انساني کرامت محترم وگڼئ!

د الله رسول ﷺ د خلکو د مشرانو له ښکنځلو او سپکولو او د انسانانو له مُثله (د دښمن د مړي د بدن د غړو پرېکول او توهین) کولو نه ممانعت کړی دئ. د انسان تر مرگ وروسته دښمني ختمه سوه؛ پښتانه وایي له مړي شیطان هم لاس اخلي. زه فکر کوم چي شیطان به حتماً لاس ترې اخلي خو د سفاک انسان مأموریت لا هم پای ته نه وي رسېدلی!!


یوه ویډیو مي څو ورځي وړاندي ولیدله چي یو سرتېری په لوڅ بدن کشول کېږي او انساني کرامت تر پښو لاندي کېږي؛ نن مي بله ویډیو چي غالباً د لومړنۍ ویډیو عکس العمل به وي او یا هم آزاده ویډیو؛ یو بربنډ جسد د جومات له شهید سوي چت نه لوڅ لغړ را ځوړند وي او بیا د جومات صحن ته په داسي حالت کي را وغورځول سي چي مخامخ پر دېوال د اسلام مقدسه کلمه لیکلې وي. واللهِ وېښتان مي زیږه سول... دا څه حماقت او وحشت دئ؟! نه د انسان کرامت ته کتل کېږي او د جومات عظمت او درناوي ته!!


دلته خلکو ته د اسلام دعوې ډېري خوند ورکوي؛ که یو چا آن تر نُــږلـو وروسته الحمد لله هم ونه ویله؛ لس کسان ئې خوله څاري چي ولي؟! خو عمل بیا صفر دئ.


تاسي به د اتل یحییٰ سنـوار جسد لیدلی وو چي د ملعون فوځ په منځ کي پروت وو؛ سر ئې د کانکرېټو له رالوېدلو سره چاودلی وو؛ یوه گوته ئې د تحقیق په موخه ترې پرې سوې وه؛ خو ډېر باعزته پروت وي؛ ما ئې الحمد لله د تحقیر کولو ویډیو نه ده کتلې او ان شاء الله چي داسي څه پېښ سوي هم نه دي! خو د اسلام پر خاوره دا پستي د څه لپاره؟!!


دا اسلام وو چي جنگ ته ئې اوصول او قواعد وضع کړل! د بندي وژل ئې ناروا وبلل؛ نوري نړۍ تقریباً ۱۰ پېړۍ وروسته جنگي اسیر ته قوانین جوړ کړي. اسلام مېرمن، ماشوم او سپین ږیرو ته امان ورکړی؛ نن لومړی همدوی په نښه کېږي؛ یعني ملگي وگړي! د انسان شرافت او کرامت باید وساتل سي!!


دا د غرب جملې مه تکراروئ چي وایي په جنگ او مینه کي هر څه جواز لري: ”All is fair in love and war.“


او دا هم د منلو وړ نه ده؛ چي: دښمن ولي داسي کوي! تاسي د دښمن پر کړنو نه محاسبه کېږئ! هر انسان د خپلو اعمالو مسئول دئ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


عَنْ عِيَاضِ بْنِ غَنْمٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: "مَنْ أَكْرَمَ سُلْطَانَ اللَّهِ فِي الدُّنْيَا أَكْرَمَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ أَهَانَ سُلْطَانَ اللَّهِ فِي الدُّنْيَا أَهَانَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ." (رواه الترمذي، حدیث: ۲۲۲۴، وقال: حسن)


نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عَنِ الْمُثْلَةِ. (رواه البخاري في الأدب لمفرد، ومسلم: ۱۷۳۱)

Comments