د اسلام او سیاست (یا دین او دولت) تر منځ تړاؤ! دکتور یوسف قرضاوي

امام حسن البناء ډېري هڅي وکړې تر څو مسلمانانو ته د ”اسلام د بشپړتيا“ مفکوره ور وپېژني؛ په بل عبارت؛ ده غوښتل مسلمانانو ته هغه حقيقت بېرته ور وگرځوي چي څوارلس پېړۍ وړاندي د دوی په ژوند کي روښانه سوی او منل سوی وو؛ يعني تر دې وړاندي چي استعمار او فکري يرغل د دوی هېوادونو ته ورداخل سي.


دا حقيقت ډېر څرگند وو؛ اسلام د ژوند له هر اړخ سره تړلی دين دئ؛ د الله د شريعت او لارښووني له مخي د ژوند ټول ميدانونه رانغاړي. اسلام د انسان له زېږون څخه تر مرگه پوري (بلکي له زېږون وړاندي او تر مرگ وروسته) احکام لري: د جنين په اړه ځانگړې فقهه سته او د مړي په اړه هم شرعي احکام موجود دي. په افقي بڼه اسلام د مسلمان د ژوند ټول اړخونه تنظيموي؛ د فردي ژوند نه تر کورني او ټولنيز او سياسي ژوند پوري؛ د استنجاء له آدابو نيولې د حکومت تر امامت او د سولي او جگړي تر اړيکو پوري.


د دې جهاد نتیجه ډېره څرگنده وه. پایله ئې دا وه چي یو پراخ او قوي بنسټ رامنځته سو؛ داسي بنسټ چي د اسلام د همه شمولیت (يعني د هر اړخیزتوب) پر عقیده باور لري او په ټولو اسلامي هېوادونو کي د اسلام د عقیدې، شریعت، دین او دولت په توگه دعوت ورکوي. همدارنگه ډېر هغه کسان چي د فکري یرغل ښکار سوي وو له خپلو پخوانیو عقیدو څخه واوښتل او له فکري او فرهنگي استعمار لاندي فکرونو نه ئې ځانونه خلاص کړل.


په فکري او سیاسي ډگر کي د اسلامي ویښتابه څرگندېدلو د ځواک تله بدله کړه؛ تر دې بریده چي د لوېدیځ او ختیځ د څارونکو بهرنیو کړیو اندېښنه ئې را وپاروله. دوی گڼ شمېر غونډي، بحثونه او کنفرانسونه جوړ کړل؛ تر څو دا مهمه اسلامي پدیده وڅېړي او پر ضد ئې خپلي شتمنۍ او هڅي مصرف کړي. استاذ فهمي هویدي وایي: د دغو غونډو شمېر یو سل او شلو (۱۲۰) ته رسېدلی وو.


دا هغه څه دي چي د غرب اجیران او د هغوی د فکري بندگۍ غلامان تل هڅه کوي چي د سباوون رڼاگاني له ځلېدلو او د لمر له راختلو سره سم د هغوی مخي ونیسي او د تاریخ څرخ بېرته د استعمار زمانې ته یعني شاته تاؤ کړي؛ تر څو بیا هغه زاړه شعارونه اوچت کړي چي: ”په دین کي سیاست نسته او په سیاست کي دین نسته!“


دوی غواړي دا شعار بیا له سره را ژوندی کړي؛ حال دا چي موږ له دې بحث نه تر نیمي پېړۍ ډېره موده وړاندي خلاص سوي یو. بالاخر د دغو بې‌ وسه غلامانو نه ئې ځینو د دې اسلام نوم ”سیاسي اسلام“ کېښود؛ هغه اسلام چي د مسلمانانو له لومړنۍ ورځي نه د دوی یوازینی پېژندل سوی دین وو؛ هغه اسلام چي فقهاءو، صوفیانو، مفسرینو، محدثینو او متکلمینو تر ټولو وړاندي تشریح کړی او تفسیر کړی وو؛ د "طهارت" له کتابه ئې نیولې بیا د ”جهاد“ تر کتاب پوري؛ یعني د عقیدې او شریعت اسلام او د قرآن او سنت اسلام. خو دوی غواړي خلک له همدې اسلامه زړه توري کړي؛ یوازي د دې لپاره چي زموږ په هېوادونو کي خلک له سیاست نه کرکه ولري؛ ځکه سیاست د هغوی پر هېوادونو ډېر مصیبتونه راوستي او پر دوی ئې ډېري بدمرغۍ او کړاوونه تېر کړي دي.


موږ څه کولی سو که اسلام؛ لکه څنگه چي الله تعالی تشریح کړی؛ په خپله باید یو سیاسي دین وي؟! څه وکړو که هغه اسلام چي محمد ﷺ راوړی؛ دا نه مني چي د انسان ژوند او دنیا دي د الله او کوم بنده (واکمن) تر منځ ووېشل سي؟! بلکي اسلام ټینگار کوي چي قیصر، کِسریٰ، فرعون او د زمکي ټول پاچایان باید یوازي د الله بندگان وي؛ نه د خپل نفس، نه د خپلو گټو او نه د خلکو د خوښۍ تابع!


دا بې‌ وسه خلک (سیکولران) غواړي چي موږ د خپل رب کتاب، د خپل نبي ﷺ سنت، د خپل امت اجماع او د خپل عنعنوي میراث لارښووني پرېږدو او داسي یو نوی/عصري اسلام ومنو چي د بحرونو تر شا د لویو مشرانو (غربیانو) خوښي ورسره مل وي!


دوی داسي یو اسلام غواړي؛ ”روحاني اسلام“  یا  ”پادري اسلام“؛ چي بس دومره واک ولري چي قرآن یوازي پر مړو ولولي نه پر ژوندیو! د دې قرآن برکت د دې کتاب په مزین کولو کي ولټوي؛ یعني آیاتونه ئې د دیوالونو پر مخونو ولیکي، یا د محفلونو د افتتاح پر وخت لږ څه ترې تلاوت کړي او بس! تر دې وروسته ئې کوم واکمن ته پرېږدي چي هر څه ئې زړه غواړي؛ همغه څه ورسره وکړي او هر ډول احکام ورته صادر کړي!


هغه اسلام چي قرآن او سنت راوړی او امت د پخوانیو او وروستیو زمانو په اوږدو کي پېژندلی؛ یو مکمل او هر اړخیز اسلام دئ چي ټوټه کېدلو یا د بېلتون منلو ته اصلاً تیار نه دئ.


دا اسلام روحاني اسلام دئ، د اخلاقو اسلام دئ، د فکر او علم اسلام دئ، د روزني (تربیتي) اسلام دئ، د جهاد اسلام دئ، د ټولنیز ژوند اسلام دئ، د اقتصاد اسلام دئ او د سیاست اسلام دئ.


په بل عبارت؛ دا ټولي د اسلام برخي او شعبې دي؛ ځکه اسلام په دغو ټولو برخو کي موخي، اهداف، احکام او پراخي لارښووني لري. امام حسن البناء رحمه الله د دین او سیاست د اړیکي په اړه وايي: ”ډېر لږ به داسي څوک ومومئ چي له تاسي سره د سیاست او اسلام په اړه خبري کوي؛ خو دوی دواړه یو له بله جلا گڼي؛ د دوی په اند دا دوې بېـلابېلي نړۍ دي چي یو ځای کېدلی نه سي. له همدې امله د یوې ډلي په اړه ویل کېږي: دا اسلامي ټولنه ده؛ خو سیاسي نه ده او د بلي ډلي په اړه ویل کېږي: دا ديني ټولگۍ ده؛ خو له سیاست سره ئې هېڅ تړاؤ نسته. ما خو دا هم لیدلي چي د اسلامي ټولـنو د قوانینو په سر کي لیکل سوي وي: (دا) جمعیت به په سیاسي چارو کي مداخله نه کوي!“


(تبصره: پورته لیکنه د امام یوسف القرضاوي د اثر ”د امام حسن البناء سیاسي روزنه“ د اثر نه را اخیستل سوې ده؛ دا هغه وخت وو چي سیکولرزم عروج ته رسېدلی وو؛ عثماني سلطنت له منځه تللی وو؛ مصر د برتانویانو تر استعمار لاندي وو؛ مذهبي طبقاتو به د بهرنیانو او د هغوی د اجیرو کورنیو مأمورینو له وېري په خپلو غونډو کي د سیاست نوم هم نسو اخیستلی؛ ورو ورو دا تأثر عام سو چي دین جلا دئ او سیاست جلا؛ ځکه بایبل وایي: د خدای حق هغه ته ورکړئ او د قیصر حق قیصر ته! یعني دیني مراسم او عبادات په خالق پوري ځانگړي دي او سیاست په واکمن پوري؛ دا نظریه د نصرانیت سره ټکر نه لري؛ خو اسلام دا وېش نه مني... په دې کتاب کي ډېر خوندور بحث ورباندي سوی دئ. د دې کتاب ژباړه پوره سوې ده؛ ممکن ډېر ژر چاپ سي... ان شاء الله)



Comments